ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند بورسونو لپاره له خوستي زده کوونکو لسګونه زره ډالر اخيستل شوي

د هند بورسونو لپاره له خوستي زده کوونکو لسګونه زره ډالر اخيستل شوي

author avatar
9 Jul 2017 - 11:07
د هند بورسونو لپاره له خوستي زده کوونکو لسګونه زره ډالر اخيستل شوي
author avatar
9 Jul 2017 - 11:07

خوست  ښار (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د خوست يو شمېر زده کوونکي وايي چې د پوهنې ریاست د يوې ازموينې له لارې يې د هندوستان هېواد تحصيلي بورسونو ته لاره موندلې وه، خو اوس يې حقونه په لوی لاس تر پښو لاندې شوي دي.

دوی وايي چې دغه پروسه د خوست د پوهنې رياست او په کابل کې (د بدلون لپاره د ځوانانو ملي بهير) په نوم يوه بنسټ پر مخ وړه، خو نه يواځې تحصيلي بورسونه یې نه دي ورکړي، بلکې لسګونه زره ډالر يې هم ترې وړي دي.

له دوولسمو ټولګيو دغو فارغو يو شمېر ځوانانو پژواک اژانس ته وويل چې ياد بنسټ له هر يوه زده کوونکي څخه له ۵۰۰ ډالر نيولې بيا تر ۴ زره امريکايي ډالرو پورې د ويزې، ټکټ او طبي معايناتو په نوم اخيستي دي.

د عنايت الله په نوم يوه زده کوونکي  پژواک اژانس ته وويل چې پيسې يې د خوست د پوهنې رياست په لارښوونه ورکړې او د پيسو له ورکړې سره سم (د بدلون لپاره د ځوانانو ملي بهير) دفتر تړل شوی او اړيکه هم ورسره نه نيول کېږي.

هغه زياته کړه: ((د دغه بنسټ مسوولين خوست ته راغلي وو، دلته يې له ۵۰۰ کسانو څخه ازموينه واخيستله، په دې کې ۲۵۶ کسان بريالي شول، بيا په نهايي لېست کې ۲۲ کسان راووتل، له دې ټولو څخه يې پيسې اخيستې دي.))

عنايت الله همدارنګه زياته کړه چې دوی ته  بايد د پوهنې رياست خپل حق ورسوي؛ ځکه دغه رياست يې د پيسو له ورکړې نيولې ان پر ټولو پړاوونو خبر کړی دی.

بل زده کوونکي عارف پژواک اژانس ته وويل چې د ياد بنسټ دفتر د کابل په دارالامان کې و او د خوست د پوهنې رياست په باور يې د هندوستان هېواد د تحصيلي بورسونو لپاره پيسې ورکړې دي.

هغه زياته کړه: ((حتماً د پوهنې رييس يا تدريسي مرستيال په دې غلا کې شريک دي. موږ له هرې ممکنې لارې خپل حق غواړو.))

د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه کار د زده کوونکو او محصلينو له برخليک سره لوبې وبللې.

هغه وويل چې د خوست د پوهنې رياست بايد د زده کوونکو يادې ستونزې ته رسيده ګي وکړي او په دې برخه کې خلکو ته ځواب ووايي.

واحدزي زياته کړه: ((په هغه شکل سره چې دوی بايد اوس هندوستان هېواد ته تللي وای، هغسې ونه شول. د دوی په حق کې ظلم وشو. زما په نظر د پوهنې رياست په دې برخه کې د خلکو ځواب ويونکی دی.))

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار هم وايي چې له ياد بنسټ سره يې اړيکه پرې شوې ده او له امنيتي ارګانونو يې غوښته وکړه چې د دغه بنسټ د مسوولينو  په پيدا کولو او نيولو کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.