لښکرګاه (پژاوک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت پنځه کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د لښکرګاه ښاروال مطيع الله بهير د چنګاښ په ١٨مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د دويم څلوېښت متره دوه کيلومټره سړک جوړولو چارې نن پيل شوې او د مختار سيمې د درې کيلومتره سړک د جوړونې چارې به يوه مياشت وروسته پيل شي.
د هغه په وينا، دغه پنځه کيلومتره سړک په اساسي ډول رغول کېږي.
هغه زياته کړه: ((تېر کال مو د عوايدو کچه لوړه شوې وه نو دغه پيسې راته په تشويقي ډول راکړل شوې دي.))
د بهير د معلوماتو له مخې، په دې سړکونو اووه سانتې متره قير اچول کېږي او پلنوالی به يې لس متره وي او د جوړيدو چارې به يې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه دا هم وويل چې د دې سړکونو د ګلدانونو چارې هم پيل شوې چې لګښت يې د ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.
دغه راز د هلمند سرپرست والي غلام محي الدين صديقي وويل چې د لښکرګاه ښار د نورو سړکونو جوړول هم د دوى په پلان کې دي.
ده وويل: ((کوم سړکونه چې کنډ او کپر دي، موږ کوښښ کوو چې بوديجه ورته پيدا کړو او جوړ يې کړو څو مشکلات کم شي.))
بل لور ته د يادې سيمې اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل: ((د دغه سړک يواځې يوه خوا پخوا جوړه شوې ده چې ډېر به بيروبار وو او تل به ترافيکي پېښې په کې کېدې.))
هغه هيله وښوده چې د نوي سړک په جوړېدو سره به ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه او ترافيکي پېښې به هم کمې شي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ له ١٢ څخه شپږ ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP