خوست ښار (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د خوست اوسېدونکو د يو لاريون پر مهال د ايران د ولسمشر حسن روحاني هغه څرګندونې وغندلې چې د افغانستان د اوبو په اړه يې کړې وې.
لاريون کوونکو چې شمېر يې سلګونه کسانو ته رسېده، د خوست ښار په بېلابېلو سړکونو او کوڅو کې وګرځېدل او د ايران ولسمشر حسن روحاني پر خلاف يې شعارونه ورکړل.
دوی دغه راز د پاکستان له لوري د ډيورنډ کرښې پر ځينو سرحدي سيمو د اغزن سیم او د کټارو لګول هم وغندل او دا يې د پښتون قوم د وېشلو په معنا وبلل.
يوه لاريون کوونکي نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا زموږ حقه حقوق دي زموږ په خاوره کې دا اوبه بهېږي، دا زموږ تېل دي، دا زموږ ګاز او دا زموږ معدن دي او له دې به موږ د سر په بيه دفاع کوو.))
د لاريون يو بل ګډونوال احمدالله پژواک اژانس ته وويل چې د ايران ولسمشر د افغانستان د اوبو په تړاو دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې په ښکاره مداخله بلل کېږي.
نوموړي همدا ډول د پاکستان له لوري په سرحدي سيمو کې د اغزن سیم غځول هم د نړيوالو اصولو خلاف کار ياد کړ او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه چې د دغه کار مخه دې ونیسي.
هغه زياته کړه: ((موږ د افغان حکومت ملاتړ کوو چې د اوبو بندونه تړي او د ايران مخالفت کوو چې زموږ د اوبو مخنيوي کوي. د پاکستان توغندي او اغزن تار موږ نه شو زغملای او نه يې منو.))
تېره اوونۍ د ايران ولسمشر حسن روحاني د چاپېریال ساتنې په اړه یوه غونډه کې ویلي وو، که چېرې افغانستان د لوېدیځې برخې اوبه مهار کړي، نو ایران چوپه خوله نه شي پاتې کېدای.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان په هلمند، ننګرهار، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې هم د ايران د ولسمشر د يادو څرګندونو په غبرګون کې لاريونونه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن