ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب په خوښۍ جشن تر سره شو

خوست کې د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب په خوښۍ جشن تر سره شو

author avatar
11 Jul 2017 - 15:14
خوست کې د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب په خوښۍ جشن تر سره شو
author avatar
11 Jul 2017 - 15:14

خوست ښار (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د" ای سي سي" يا د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د بشپړ غړيتوب په وياړ په خوست کې د مس عينک اتلانو او کابل بازانو ترمنځ دوستانه سيالي وشوه او جشن ترسره شو.

د خوست د کرکټ په لوبغالي کې زرګونو راغونډ شوو خلکو او لوبغاړو د کرکټ نړيوالې شورا د يادې پرېکړې قدرداني وکړه او دا يې د افغانستان د کرکټ لپاره بې ساری پرمختګ وباله.

د خوست اوسېدونکي ايوب له پژواک اژانس سره په خبرو کې ملي لوبډلې ته د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د بشپړ غړيتوب ورکړه د افغانانو ستره هيله وبلله، چې پوره شوه.

هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې نړۍ او افغانستان ته دا وښيو چې د خوست خلک د يووالي او سولې مينه وال دي، دلته راغونډ شوي يو. موږ خوښ يو چې د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړ.))

د مس عينک لوبډلې يوه لوبغاړي محمد خان پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د ملي لوبډلې هر ډول پرمختګ د افغانستان پر کرکټ او ځوانانو اوږد مهاله مثبت اغېز لري.

ده زياته کړه: ((دا د افغانانو لپاره ډېره د وياړ خبره ده، چې بشپړ غړيتوب مو ترلاسه کړ، له دې سره به د افغانستان کرکټ د نړۍ په کچه نور هم ښه وځلېږي.))

د افغانستان کرکټ بورډ استازي نظيم جار عبدالرحيمزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د کرکټ له نړيوالې شورا سره د بشپړغړيتوب ترلاسه کولو زيات پرمختګ د کرکټ په نړۍ کې نشته.

عبدالرحيمزي هيله څرګنده کړه چې افغان ملي لوبډله به په راتلونکو درېیو کلونو کې د کرکټ نړيوالې شورا ته ثابته کړي چې دوی د بشپړ غړيتوب معيارونه پوره کړي دي.

هغه وويل: ((په دغه وياړ په ډېرو ولايتونو جشنونه جوړ شوي او نن په خوست کې جشن جوړ شوی، ملي لوبغاړي هم راغلي دي. ډېر نندارچيان راغلي دي. له خوستيانو بايد نړۍ مننه وکړو چې دغسې جشن يې جوړ کړی دی.))

عبدالرحيمزي وويل، په پام کې ده چې د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د بشپړغړيتوب اخيستنې په وياړ او خوښۍ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم مراسم ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.