بېجنګ (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦):د افغانستان او چین ترمنځ د چینایي ژبې د بورسیو او نویو کنفوسیوس انستیتيونو د جوړولو په برخه کې تفاهم لیک لاسليک شو.
د چين په پلازمېنه بېجنګ کې د افغانستان سفير جانان موسى زى وايي چې د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې د چینایي ژبې د مسلکي ښوونکو د روزنې او د هرات او بلخ په دولتي پوهنتونونو کې د کنفوسیوس انستيتيونو د جوړولو په برخه کې به چين مرسته کوي.
پر دغه تفاهم ليک نن د چنګاښ په ٢٠مه، د افغانستان سفير جانان موسى زي او په بېجنګ کې د کنفوسیوس نړیوال انستیتيوت سرپرست مه جیان لاسليک وکړ.
موسى زى وايي، د دې تفاهم لیک پر بنسټ به د کنفوسیوس نړیوال انستیتيوت د لیسانس په درجه د درې کلونو په اوږدو کی ۱۵۰ تحصیلی بورسیې (هر کال ۵۰ تحصیلي بورسونه ) واجد شرایط افغان زده کوونکو ته ورکوي.
د هغه په وينا، دغه افغان زده کوونکي په چین کې د چینایي ژبې په څانګه او د دې ژبې د تدریسي میتودونو په برخه کې زده کړې ترسره کوي.
د افغانستان سفير وايي، د چینایي ژبې دغه محصلین به له خپلو زده کړو وروسته د افغانستان په ښوونځیو کې د چینایي ژبې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي.
د نوموړي په وينا، د دې پروګرام له پلي کېدو سره به د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ښوونځیو کې د چینایي ژبې تدریس د یوې نوې بهرنۍ ژبې په توګه پیل شي.
جانان موسى زي زياته کړه، د بورسیو دغه نوی پروګرام به په هېواد کې د پوهنې وزارت لخوا په کابل پوهنتون کې د کنفوسیوس انستیتيوت په مرسته پلی کیږي.
هغه وويل، په هرات او بلخ پوهنتونونو کې به د کنفوسیوس انستیتيونه په کابل پوهنتون کې د موجوده کنفوسیوس انستیتيوت په کچه جوړیږي او دغه موخه به په هېواد کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په کابل پوهنتون کې د کنفوسیوس انستیتيوت په مرسته پلی کیږي.
د افغانستان سفير زياتوي، په پام کې ده چې په راتلونکي کې به د کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان په نورو لویو پوهنتونونو کې هم د کنفوسیوس انستیتيوت څانګې تاسیس شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP