ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له چین سره د چینایي ژبې د بورسیو او  انستیتيونو د جوړولو تفاهم لیک لاسليک شو

له چین سره د چینایي ژبې د بورسیو او انستیتيونو د جوړولو تفاهم لیک لاسليک شو

author avatar
11 Jul 2017 - 17:18
له چین سره د چینایي ژبې د بورسیو او  انستیتيونو د جوړولو تفاهم لیک لاسليک شو
author avatar
11 Jul 2017 - 17:18

بېجنګ (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦):د افغانستان او چین ترمنځ د چینایي ژبې د بورسیو او  نویو کنفوسیوس انستیتيونو د جوړولو په برخه کې تفاهم لیک لاسليک شو.

د چين په پلازمېنه بېجنګ کې د افغانستان سفير جانان موسى زى وايي چې د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې د چینایي ژبې د مسلکي ښوونکو د روزنې او د هرات او بلخ په دولتي پوهنتونونو کې د کنفوسیوس انستيتيونو د جوړولو په برخه کې به چين مرسته کوي.

پر دغه تفاهم ليک نن د چنګاښ په ٢٠مه، د افغانستان سفير جانان موسى زي او په بېجنګ کې د کنفوسیوس نړیوال انستیتيوت سرپرست  مه جیان لاسليک وکړ.

موسى زى وايي، د دې تفاهم لیک پر بنسټ به د کنفوسیوس نړیوال انستیتيوت د لیسانس په درجه د درې کلونو په اوږدو کی ۱۵۰ تحصیلی بورسیې (هر کال ۵۰ تحصیلي بورسونه ) واجد شرایط افغان زده کوونکو ته ورکوي.

د هغه په وينا، دغه افغان زده کوونکي په چین کې د چینایي ژبې په څانګه  او د  دې ژبې د تدریسي میتودونو په برخه کې زده کړې ترسره کوي.

د افغانستان سفير وايي، د چینایي ژبې دغه محصلین به له خپلو زده کړو وروسته د افغانستان په ښوونځیو کې د چینایي ژبې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي.

د نوموړي په وينا، د دې پروګرام له پلي کېدو سره به د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ښوونځیو کې د چینایي ژبې تدریس د یوې نوې بهرنۍ ژبې په  توګه پیل شي.

جانان موسى زي زياته کړه، د بورسیو دغه نوی پروګرام به په هېواد کې د پوهنې وزارت لخوا په کابل پوهنتون کې د کنفوسیوس انستیتيوت په مرسته پلی کیږي.

هغه وويل، په هرات او بلخ پوهنتونونو کې به د کنفوسیوس انستیتيونه په کابل پوهنتون کې د موجوده کنفوسیوس انستیتيوت په  کچه جوړیږي او دغه موخه به په هېواد کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په کابل پوهنتون کې د کنفوسیوس انستیتيوت په مرسته پلی کیږي.

د افغانستان سفير زياتوي، په پام کې ده چې په راتلونکي کې به د کندهار او ننګرهار په  ګډون  د افغانستان په نورو لویو پوهنتونونو کې هم د کنفوسیوس انستیتيوت څانګې تاسیس شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.