Language

په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې

مزارشريف (پژواک، ٢١ چنګاښ ۹۶): د بلخ سوداګر او د سوداګريز خونو مسوولين وايي چې د اسانتياوو نشتوالى او يو شمېر ستونزو له امله په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې او د تېلو واردات صفر درجې ته ښکته شوي دي.

د بلخ دولتي مسوولين د شته ستونزو د پخلي تر څنګ وايي چې په لوړه کچه يې د حل په موخه جدي هڅې روانې دي.

ملي سوداګر سردارمحمد چې له حيرتان بندره روسيې ته د مميزو صادارت کوي، وايي چې په وروستيو څلورو مياشتو کې يې هېڅ صادرات نه دي کړي او لامل يې د صادراتو ناکاره سيستم بولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان سوداګر اجازه نه لري چې له خپلې خاورې په مستقيم ډول له حيرتان بندره د ازبکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادارت وکړي.

محمد سردار زياتوي: ((له ازبکستانه پر غځېدلې رېل کرښه وارداتي واګونونه په حيرتان بندر کې له تشېدو وروسته بېرته تش روانېږي؛ خو افغان سوداګر حق نه لري چې خپل مالونه په کې صادر کړي.))

نوموړي زياته کړه: ((موږ بايد لومړی خپل مالونه په حيرتان بندر کې په کانټينرونو کې بار کړو، د کښتيو له لارې يې له امو واړوو او د ازبکستان قرمز ته يې ورسوو، هلته يې بېرته تش کړو او بيا يې په واګونو کې بار کړو او نوور هېوادونو ته يې صادر کړو.))

د هغه په وينا، له دولت سره يې بار بار دغه ستونزه شريکه کړې چې په داسې چاره يې وخت لګېږي او هم يې سوداګريز توکي زيانمنېږي؛ خو لا يې غږ چا نه دی اورېدلی.

دوه کاله مخکې حيرتان بندر د افغانستان په کچه له ۵۰ فيصده ډېر د نفتي موادو وارداتي بندر بلل کېده؛ خو په دغه موده کې ورو ورو د نفتي موادو کچه تر اوس حالته صفر ته نږدې شوې ده.

د بلخ د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ په همدې اړه پژواک ته وويل چې د هېواد په کچه د نفتو وارداتي سيستم د مافيايي کړيو په ولکه کې دی چې له حيرتان بندره يې د نفتو پر وارداتو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې ځينو سوداګرو ته د ماليې وزارت له خوا معافي پاڼې ورکول شوي چې د همدې پر مټ ورسره د نفتو عادي سوداګر سوداګريزه سيالي نه شي کولی.

هغه يې بل لامل د هېواد په سوداګريزو بندرونو کې د ګمرکي قانون په سمه توګه نه پلي کېدل وګڼل.

کاکړ وايي چې په حيرتان بندر کې سوداګر په اسانه توګه درغلي نه شي کولی، ماليات بايد ورکړي او د لوړ توناژ له قانونه هم د سرغړونې زمينه نه لري.

login or register a new account.