منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٢١ چنګاښ ۹۶): د بلخ سوداګر او د سوداګريز خونو مسوولين وايي چې د اسانتياوو نشتوالى او يو شمېر ستونزو له امله په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې او د تېلو واردات صفر درجې ته ښکته شوي دي.

د بلخ دولتي مسوولين د شته ستونزو د پخلي تر څنګ وايي چې په لوړه کچه يې د حل په موخه جدي هڅې روانې دي.

ملي سوداګر سردارمحمد چې له حيرتان بندره روسيې ته د مميزو صادارت کوي، وايي چې په وروستيو څلورو مياشتو کې يې هېڅ صادرات نه دي کړي او لامل يې د صادراتو ناکاره سيستم بولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان سوداګر اجازه نه لري چې له خپلې خاورې په مستقيم ډول له حيرتان بندره د ازبکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادارت وکړي.

محمد سردار زياتوي: ((له ازبکستانه پر غځېدلې رېل کرښه وارداتي واګونونه په حيرتان بندر کې له تشېدو وروسته بېرته تش روانېږي؛ خو افغان سوداګر حق نه لري چې خپل مالونه په کې صادر کړي.))

نوموړي زياته کړه: ((موږ بايد لومړی خپل مالونه په حيرتان بندر کې په کانټينرونو کې بار کړو، د کښتيو له لارې يې له امو واړوو او د ازبکستان قرمز ته يې ورسوو، هلته يې بېرته تش کړو او بيا يې په واګونو کې بار کړو او نوور هېوادونو ته يې صادر کړو.))

د هغه په وينا، له دولت سره يې بار بار دغه ستونزه شريکه کړې چې په داسې چاره يې وخت لګېږي او هم يې سوداګريز توکي زيانمنېږي؛ خو لا يې غږ چا نه دی اورېدلی.

دوه کاله مخکې حيرتان بندر د افغانستان په کچه له ۵۰ فيصده ډېر د نفتي موادو وارداتي بندر بلل کېده؛ خو په دغه موده کې ورو ورو د نفتي موادو کچه تر اوس حالته صفر ته نږدې شوې ده.

د بلخ د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ په همدې اړه پژواک ته وويل چې د هېواد په کچه د نفتو وارداتي سيستم د مافيايي کړيو په ولکه کې دی چې له حيرتان بندره يې د نفتو پر وارداتو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې ځينو سوداګرو ته د ماليې وزارت له خوا معافي پاڼې ورکول شوي چې د همدې پر مټ ورسره د نفتو عادي سوداګر سوداګريزه سيالي نه شي کولی.

هغه يې بل لامل د هېواد په سوداګريزو بندرونو کې د ګمرکي قانون په سمه توګه نه پلي کېدل وګڼل.

کاکړ وايي چې په حيرتان بندر کې سوداګر په اسانه توګه درغلي نه شي کولی، ماليات بايد ورکړي او د لوړ توناژ له قانونه هم د سرغړونې زمينه نه لري.

خو نوموړي زياته کړه چې په نورو بندرونو کې دغه چاره د فساد او اړيکو پر مټ په ښه توګه روانه ده چې له امله يې د نفتي توکو واردت له حيرتان بندره، اقينې او نيمروز ته ډېر لېږدول شوي دي.

د بلخ د سوداګريز خونو مسوولين بيا په حيرتان بندر کې د وارداتو د تخليې د ځای کمښت، کمزوری مالياتي سيستم او په نېغه توګه په خپله خاوره کې د ازبکستان له لارې د صادراتو په موخه د سوداګريزو توکو نه بارول جدي ستونزې وبللې.

د سوداګريزو خونو اجرائيوي امر نصيراحمد قاسمي پژواک اژانس ته وويل، له چين څخه پر راغلې کرښه تر دې دمه يوازې دوه ځله واردات شوي دي چې دواړه ځله پرې سوداګر له ستونزو سره مخ شوي.

نوموړي زياته کړه چې په حيرتان بندر کې د مالياتو کمزوري سيستم او د سوداګريزو توکو لپاره د مناسب ځای نشتوالی سترې ستونزې دي.

هغه وايي: ((له چين څخه راغلي واردات بايد په بيلټۍ بڼه ټول  يو ځايي ماليات شي خو دلته سوداګر مجبور دي چې په يو بسته کې چې زرګونه ډوله سوداګريز توکي په کې وي؛ ټول تشريح کړي.))

قاسمي وايي چې دغه تشريح په خپله مياشتې مياشتې وخت نيسي.

نوموړي هم له ازبکستان هېواد سره د صادراتو په برخه کې شته ستونزه د ډېرې مودې وګڼله چې لا يې حل نه دی موندل شوی.

د هغه په وينا، افغان سوداګر بايد لکه چې يې واردات تر خپلې خاورې پورې په مستقيم ډول راځي، همداسې بايد صادرات هم له خپلې خاورې په مستقيم ډول وکړي.

خو هغه دا ستره ستونزه وبلله چې افغان سوداګر نورو هېوادونو ته صادرېدونکي توکي بايد يو ځل ازبکستان ته ورسوي او بيا يې له هغه ځايه دوباره بار کړي.

د بلخ دولتي مسوولين د يادو ستونزو د پخلي تر څنګ وويل چې په ټوله کې د حيرتان بندر د هر اړخيزو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې روانې دي.

د والي وياند منير فرهاد د دې ستونزې پخلی وکړ چې له چين څخه د سوداګريزو توکو وارېدېدونکي سوداګر له ځينو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي دا ومنله چې سوداګر د توکو د تخليې او دوباره بارېدو په برخه کې ستونزې لري، خو ټينګاريې وکړ چې هغه ټولې اسانتياوې چې د رېل کرښې اداره او د حيرتان بندر خدمتي اداره يې لري،  د دوی په خدمت کې دي.

فرهاد د ازبکستان له لارې نورو هېوادونو ته د صادراتو په برخه کې وويل چې په لوړه کچه د دواړو هېواړدونو تر منځ د يادې ستونزې د حل په موخه پلاوي ټاکل شوي او دوی تمه لري، چې ژر به دغه ستونزه حل شي.

حيرتان بندر د هېواد په کچه له منځنۍ اسيا سره مهم سوداګريز بندر بلل کېږي چې ډېری واردات يې تعميراتي سيخ، نفتي مواد، لرګي او خوراکي توکي دي، چې د صادراتو برخه کې يې لوړه کچه د افغانستان وچه مېوه، پياز او کچالو جوړوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد