قلعه نو (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي، د اردو ځواکونو د بادغيس ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې پر دوو ملکي موټرسايکل سپرو د وسله والو مخالفينو ګومان کړى او پر ډزو يې ټپيان کړي دي.
په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا وياند عبدالقدير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ابکمري ولسوالۍ په "قيامت قول" سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، د ملي اردو ځواکونو په ياده سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو ته کمين نيولى و.
دى وايي، ياد دوه تنه چې پر موټرسايکل د کمين په سيمه کې تېرېدل، سره له دې چې د اردو ځواکونو د درېدو امر ورته کړى او بيا يې هوايي ډزې پرې وکړې، نه و درېدلي.
دى وايي چې وروسته يادو ځواکونو پر دغو دوو تنو د وسله والو مخالفينو ګومان کړى و او ډزې يې پرې کړې وې.
ده وويل چې دغه دوه تنه د ابکمري ولسوالۍ د پهلوانانو سيمې اوسېدونکي دي او د فراه ښار ته د توکو پېرلو په موخه روان وو چې له دې پېښې سره مخ شول.
دغه دوه تنه د فراه په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د دغه روغتون سرپرست مشر ډاکټر عبداللطيف وايي چې د يادو دواړو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP