Language

د کندهار امنيه قوماندان: د حکومت مشرانو د شخصي ګټو لپاره هېواد یرغمل کړی

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): د کندهار امنيه قوماندان وايي چې د حکومت مشرانو د شخصي ګټو لپاره هېواد یرغمل کړی دی.

په ولسي جرګه کې د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۵۰ استازو کندهار ته سفر  وکړ او دغلته یې په یوه شخصي سالون کې په جوړه شوې غونډه کې برخه واخيسته . په دې غونډه کې د کندهار تر څنګ د هلمند، زابل او اروزګان د ولایتي شورا غړو، د ولسمشر او اجراییه ریاست سلاکارانو او سلګونو قومي مخورو او نورو ګډون کړی وو.

غونډه ظاهراً د امنیتي ځواکونو د ستاینې تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، خو د ځینو ویناوالو خبرې تر ډېره د حکومت پر مشرانو او په ځانګړې توګه پر  ولسمشر په نیوکو متمرکزې وې.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په دې غونډه کې د ولسي جرګې له غړو مننه وکړه چې دې ولایت ته د امنیتي ځواکونو د ستاينې په موخه راغلي دي.

ده وویل، لا ډېره هڅه به کوي چې د خپل هېواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه، په حکومت کې ډېرې خلاوې شته، د ولسي جرګې غړو ته په کار ده چې د نظام د اصلاح او تقویې لپاره کار وکړي، ځکه د دې نظام لپاره خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه هلمند یاد کړ چې په وروستیو کلونو کې په کې ۱۶ زره سرتېري وژل شوي دي.

خو ده نیوکه وکړه چې د حکومت مشرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره دا هېواد د ملا عمر د واکمنۍ د دورې په څېر یرغمل کړی دی.

امنیه قوماندان وویل: ((په دې باید د حکومت مشران پوه شي چې دا د ملا عمر دوره نه ده چې څه یې زړه غواړي هغه کوي، لکه په هغه دوره کې چې له خلکو د بدن اندامونه پرې کېدل.))

دی وايي، دا حکومت د خلکو په رایه راغلی او خلک کولی شي بېرته خپلې رایې ورڅخه واخلي.

د ده په خبره، د هېواد هر  وګړی نه شي کولی له حکومت سره حساب وکړي، د ولسي جرګې غړي د ولس استازي دي او همدوی باید ورسره حساب وکړي.

ده په حکومت کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل، که داسې نه کېږي، نو تر لاس یې ونیسئ او له واکه یې لرې کړئ.

login or register a new account.