منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۷ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار امنيه قوماندان: د حکومت مشرانو د شخصي ګټو لپاره هېواد یرغمل کړی

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): د کندهار امنيه قوماندان وايي چې د حکومت مشرانو د شخصي ګټو لپاره هېواد یرغمل کړی دی.

په ولسي جرګه کې د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۵۰ استازو کندهار ته سفر  وکړ او دغلته یې په یوه شخصي سالون کې په جوړه شوې غونډه کې برخه واخيسته . په دې غونډه کې د کندهار تر څنګ د هلمند، زابل او اروزګان د ولایتي شورا غړو، د ولسمشر او اجراییه ریاست سلاکارانو او سلګونو قومي مخورو او نورو ګډون کړی وو.

غونډه ظاهراً د امنیتي ځواکونو د ستاینې تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، خو د ځینو ویناوالو خبرې تر ډېره د حکومت پر مشرانو او په ځانګړې توګه پر  ولسمشر په نیوکو متمرکزې وې.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په دې غونډه کې د ولسي جرګې له غړو مننه وکړه چې دې ولایت ته د امنیتي ځواکونو د ستاينې په موخه راغلي دي.

ده وویل، لا ډېره هڅه به کوي چې د خپل هېواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه، په حکومت کې ډېرې خلاوې شته، د ولسي جرګې غړو ته په کار ده چې د نظام د اصلاح او تقویې لپاره کار وکړي، ځکه د دې نظام لپاره خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه هلمند یاد کړ چې په وروستیو کلونو کې په کې ۱۶ زره سرتېري وژل شوي دي.

خو ده نیوکه وکړه چې د حکومت مشرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره دا هېواد د ملا عمر د واکمنۍ د دورې په څېر یرغمل کړی دی.

امنیه قوماندان وویل: ((په دې باید د حکومت مشران پوه شي چې دا د ملا عمر دوره نه ده چې څه یې زړه غواړي هغه کوي، لکه په هغه دوره کې چې له خلکو د بدن اندامونه پرې کېدل.))

دی وايي، دا حکومت د خلکو په رایه راغلی او خلک کولی شي بېرته خپلې رایې ورڅخه واخلي.

د ده په خبره، د هېواد هر  وګړی نه شي کولی له حکومت سره حساب وکړي، د ولسي جرګې غړي د ولس استازي دي او همدوی باید ورسره حساب وکړي.

ده په حکومت کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل، که داسې نه کېږي، نو تر لاس یې ونیسئ او له واکه یې لرې کړئ.

نوموړي زیاته کړه، حکومت دې د ژبې او سمت له مخې رویه نه کوي، دلته ټول افغانان مساوي حقوق لري.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي بیا ارګ په بې غورۍ، بې کفایتۍ او سرزورۍ تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې له همدې امله به داسې یو حالت چې ده ورته د ناڅاپي انقلاب اصطلاح وکاروله- راشي چې چا به یې تحلیل نه وي کړی.

هغه زیاته کړه، په امنیتي ځواکونو کې ضعف نشته، بلکې ضعف په پارلمان او ارګ کې دی چې مشر  یې ولسمشر اشرف غني دي.

دی وايي، د ارګ د مشرانو په ګډون چې څوک هم افغانان پر قوم، سمت او ژبې وېشي، د هېواد تر ټولو لوی دښمنان دي.

ایوبي د هېواد د روانو ستونزو د حل لپاره د لویې جرګې او یا یوې ملي اجماع پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: ((ولسمشره! له جنرال دوستم سره ستا جنجال دی، له احمد ضیا مسعود سره ستا جنجال دی، له وزیرانو سره ستا جنجال دی، ایا دا ټول بد دي او یواځې ته ښه یې؟))

د ده په باور، دغسې رویه د قومونو تر منځ نفاق راولي او دوی ولسمشر او د هغه مرستیالانو ته دا اجازه نه ورکوي.

د ولسي جرګې بل غړي حمیدزي لالي وویل، د ولسي جرګې غړي د لومړي مرستیال همایون همایون په مشرۍ کندهار ته د دې لپاره راغلي چې د دغه ولایت له مشرانو او امنیه قوماندان سره یواځې د دې ولایت نه، بلکې د ټول افغانستان پر امنیت او سیاسي وضعیت خبرې وکړي.

ده هم وویل، د ولسمشر او اجراييه رییس پر شاوخوا داسې کړۍ راتاوې دي چې د خلکو تر منځ نفاق ته لمن وهي.

لالي په ترکیه کې د جنرال دوستم، محقق، عطا محمد نور او صلاح الدین رباني ایتلاف د خپلو شخصي ګټو او مسایلو لپاره وباله او ویې ویل، دغه راز ایتلافونه د افغانانو تر منځ بېلوالی راولي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون هم حکومت د قومونو تر منځ په تفرقه اچولو تورن کړ.

خو ده وویل چې دوی د نظام ړنګول نه، بلکې اصلاح غواړي.

د ده په خبره، له ولسمشر څخه خپل مرستیالان، وزیران، وکیلان او  ولس خپه دي.

خو یو شمېر ویناوالو بیا د ولسي جرګې پر غړو هم نیوکې وکړې چې ګواکې خپلې دندې یې په سمه توګه نه دي تر سره کړي او خپل مسوولیت یې نه دی ادا کړی.

د  هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل وویل، دا ولایت په دې وروستیو کې له سختو حالاتو تېرېږي، خو د ولسي جرګې یوه غړي هم د خلکو د حال پوښتنه و نه کړه او هلمند ته نه دي ورغلي.

ده وویل، په هلمند کې جګړه ده، بې روزګاري ده، خلک له تعلیمه بې برخې کېږي، خو ولسي جرګې او مشرانو جرګې دواړو یې پر وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند بیا له وکیلانو وغوښتل چې په دغه  ولایت کې د سوداګرۍ او صنعت د  ودې لپاره دې هڅې وکړي.

ده وویل، کندهار د هېواد په کچه ستراتیژیکه تجارتي سیمه ده، خو برېښنا په کې کمه ده او صنعت یې کمزوری کړی دی، له بلې خوا دا ولایت سلګونه زره ټنه مېوه تولیدوي، خو د ساتلو لپاره یې په ولسوالیو کې سړې خونې نشته، دغه راز  ډېرې لارې هم خامې دي چې مېوه په سمه توګه تر مارکېټ پورې نه شي رسېدای.

غونډې ته ګڼو نورو هم ویناوې وکړې چې له اوسني روان حالت څخه یې سر ټکاوه او غوښتنه یې کوله چې مشران دې د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره د افغانانو پر برخلیک لوبې نه کوي.

د غونډې په پای کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ته د ولسي جرګې له خوا ستاینلیک هم ورکړل شو او د امنیت په ټینګښت کې د ده د هڅو ستاینه وشوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست