Language

سیمه ییزو پولیسو په دولت اباد کې وژنې کړې او کورونه یې سوځولي

مزارشريف (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ قومي مشران ادعا کوي چې سيمه ييزو پوليسو يې کورونه سوځولي، ځوانان يې ورته وژلي او جزيه يې پرې ايښې ده.

د دې ولسوالۍ د خيراباد سيمې اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ سهار يې په ناڅاپي توګه کلي ته لسګونه وسله وال سيمه ييز پوليس راغلل او د کورونو له تلاشۍ يې وروسته خلک وځورول.

د ياد کلي اوسېدونکي غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی په سيمه کې مخالفين هم نه وو؛ خو بيا يې هم سيمه ييزو پوليسو کورونه ور تلاشي کړل.

نوموړي زياته کړه: ((کورونه يې تلاشي کړل، ويې سوځول، موټرسايکلونه يې رانه بوتلل او بې ګناه خلک يې راته ووژل.))

د هغه په وينا، د سيمې اووه تنه يې ووژل، پنځه يې له ځان سره بوتلل او اته تنه نور د همدې پېښې له امله لا هم ورک دي.

غوث الدين وويل چې سيمه ييز پوليس تر هغو له سيمې ونه وتل چې یې د کور پر سر د سل زره افغانيو جزيه ونه منله.

د همدې سيمې بل قومي مشر حاجي جمعه وويل چې د غږ اورېدو يې هېڅوک نشته.

نوموړي زياته کړه چې که دولتي ارګانونو ته ورشي او که امنيتي ارګانونو ته هېڅوک يې غږ نه اوري.

هغه وويل: ((پرته له خدايه مو څوک د غږ اورېدو نشته.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.