مزارشريف (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ قومي مشران ادعا کوي چې سيمه ييزو پوليسو يې کورونه سوځولي، ځوانان يې ورته وژلي او جزيه يې پرې ايښې ده.
د دې ولسوالۍ د خيراباد سيمې اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ سهار يې په ناڅاپي توګه کلي ته لسګونه وسله وال سيمه ييز پوليس راغلل او د کورونو له تلاشۍ يې وروسته خلک وځورول.
د ياد کلي اوسېدونکي غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی په سيمه کې مخالفين هم نه وو؛ خو بيا يې هم سيمه ييزو پوليسو کورونه ور تلاشي کړل.
نوموړي زياته کړه: ((کورونه يې تلاشي کړل، ويې سوځول، موټرسايکلونه يې رانه بوتلل او بې ګناه خلک يې راته ووژل.))
د هغه په وينا، د سيمې اووه تنه يې ووژل، پنځه يې له ځان سره بوتلل او اته تنه نور د همدې پېښې له امله لا هم ورک دي.
غوث الدين وويل چې سيمه ييز پوليس تر هغو له سيمې ونه وتل چې یې د کور پر سر د سل زره افغانيو جزيه ونه منله.
د همدې سيمې بل قومي مشر حاجي جمعه وويل چې د غږ اورېدو يې هېڅوک نشته.
نوموړي زياته کړه چې که دولتي ارګانونو ته ورشي او که امنيتي ارګانونو ته هېڅوک يې غږ نه اوري.
هغه وويل: ((پرته له خدايه مو څوک د غږ اورېدو نشته.))
خو د فارياب امنيتي مسوولين ياده پېښه د وسله والو مخالفينو له خوا تبليغاتي عمل بولي.
د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش پژواک ته وويل چې په فارياب ولايت کې سيمه ييز پوليس شته او د امنيې قوماندانۍ په چوکاټ کې د امنيت او ثبات لپاره کار کوي.
نوموړي زياته کړه چې د دولت اباد ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې هېڅ ډول پېښه نه ده شوې.
هغه له پژواک سره د يادې پېښې په تړاو د غږېدلو قومي سپين ږيرو په تړاو وويل: ((ممکن دغه خلک د وسله والو مخالفينو له خوا ورته خبرو کولو ته تحريک شوي وي.))
خو څه موده وړاندې د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوول جنرال عبدالمنان هم سيمه ييز پوليس د خلکو پر بې ځايه وژنو تورن کړل.
نوموړي زياته کړه چې په شمال زون کې سيمه ييز پوليس د ناسم مديريت له امله پر غير مسوول وسله وال بانډ باندې بدل شوي دي.
خو د فارياب امنيه قوماندان جنرال دلاور شاه وايي چې پرون ګډو ملي ځواکونو په دولت اباد ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په پايله کې يې د يوه ازبکستاني په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
بلخوا طالبانو ويلي چې دولت ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او کورونه يې ورته سوځولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










