مزارشريف (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په بلخ ولايت کې د يوه ښوونځي دوه ساتونکي وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ د القيچي په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د ياد کلي د ښوونځي دوه ساتونکي وژلي او په خپله تښتېدلي دي.
درانى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا د سيمې يوه اوسېدونکي قدرت الله پژواک ته وويل چې ياد ساتونکي د سيمې د پاڅونوالو له خوا د ښوونځيو د ساتلو لپاره ګومارل شوي وو.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.