مزارشريف (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶) :د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو مخالفينو هغه سيمې ټولې بېرته نيولې چې څو ورځې وړاندې په کې د امنيتي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات وشول.
پنځلس ورځې وړاندې په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي وو، چې کابو يوولس ورځې يې دوام وکړ.
د يادو عملياتو د وروستيو پايلو په اړه د شمال زون د شاهين قول اردو مطبوعاتي مرستيال نصرت الله جمشيدي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې ۶۱ وسله وال مخالفين په کې وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي همداراز ادعا کړې وه چې د چمتال ولسوالۍ ډېرې هغه سيمې يې له وسله والو مخالفينو پاکې کړې چې عامو خلکو ته يې په کې ګواښ پېښ کړی و.
خو د چنګاښ په ۲۴مه، د چمتال ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي چې د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ له خوا خوراکي توکو مرستو ترلاسه کېدو په موخه مزارشريف ښار ته راغلي وو او شوي عمليات يې بې نتيجې وبلل.
دوی د شوو عملياتو په اوږدو کې عامو خلکو ته د اوښتو مالي زيانونو او بې ځايه کېدو تر څنګ دې ته هم خپه وو چې هغه ټولې سيمې وسله والو مخالفينو بېرته نيولې چې د عملياتو پر مهال ترې امنيتي ځواکونو نيولې وې.
د چمتال ولسوالۍ قومي مشر حاجي يار محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو عملياتو له امله عامو خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.
نوموړي زياته کړه: ((تقريباً ۱۸۰۰ کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې شوې.))
هغه دغه راز وويل چې د غنمو د ٤٥زره کيلو ګرامه کرل شوي تخم حاصلات راټول شوي و او د غنمو دغه درمندونه اخيستو ته چمتو و چې وسوځېدل، د دې ترڅنګ ٦٦٠کورونه چې د توپونو او هاوانونو پر مرميو لګېدلي و زيانمن شوي .
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سيف الدين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د عملياتو په اوږدو کې وسله والو مخالفينو ته ښه ضربه ورکړل شوه.))
خو نوموړي زياته کړه چې کله امنيتي ځواکونو عمليات پای ته ورسول او افغان ځواکونه بېرته له سيمې ووتل؛ نو په سبا يې وسله وال مخالفين بېرته سيمو ته راغلل.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو بايد د يادو سيمو د خوندي ساتلو لپاره امنيتي پوستې جوړې کړې وای..
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP