منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د چمتال خلک: له عملياتو وروسته وسله وال بېرته سيمو ته راغلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶) :د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو مخالفينو هغه سيمې ټولې بېرته نيولې چې څو ورځې وړاندې په کې د امنيتي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات وشول.

پنځلس ورځې وړاندې په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي وو، چې کابو يوولس ورځې يې دوام وکړ.

د يادو عملياتو د وروستيو پايلو په اړه د شمال زون د شاهين قول اردو مطبوعاتي مرستيال نصرت الله جمشيدي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې ۶۱ وسله وال مخالفين په کې وژل شوي او ۶۴ نور  ټپيان شوي دي.

نوموړي همداراز ادعا کړې وه چې د چمتال ولسوالۍ ډېرې هغه سيمې يې له وسله والو مخالفينو پاکې کړې چې عامو خلکو ته يې په کې ګواښ پېښ کړی و.

خو د چنګاښ په ۲۴مه، د چمتال ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي چې د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ له خوا خوراکي توکو مرستو ترلاسه کېدو په موخه مزارشريف ښار ته راغلي وو او شوي عمليات يې بې نتيجې وبلل.

دوی د شوو عملياتو په اوږدو کې عامو خلکو ته د اوښتو مالي زيانونو او بې ځايه کېدو تر څنګ دې ته هم خپه وو چې هغه ټولې سيمې وسله والو مخالفينو بېرته نيولې چې د عملياتو پر مهال ترې امنيتي ځواکونو نيولې وې.

د چمتال ولسوالۍ قومي مشر حاجي يار محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو عملياتو له امله عامو خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تقريباً ۱۸۰۰ کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې شوې.))

هغه دغه راز وويل چې د غنمو د ٤٥زره کيلو ګرامه کرل شوي تخم حاصلات  راټول شوي و او د غنمو دغه درمندونه اخيستو ته چمتو و چې وسوځېدل، د دې ترڅنګ ٦٦٠کورونه چې د توپونو او هاوانونو پر مرميو لګېدلي و زيانمن شوي .

د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سيف الدين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د عملياتو په اوږدو کې وسله والو مخالفينو ته ښه ضربه ورکړل شوه.))

خو نوموړي زياته کړه چې کله امنيتي ځواکونو عمليات پای ته ورسول او افغان ځواکونه بېرته له سيمې ووتل؛ نو په سبا يې وسله وال مخالفين بېرته سيمو ته راغلل.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو بايد د يادو سيمو د خوندي ساتلو لپاره امنيتي پوستې جوړې کړې وای..

د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ چې د چمتال له ۱۰۰ جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، پژواک ته وويل چې هرې کورنۍ ته يې پنځوس کيلو اوړه، لس کيلو وريجي او پنځه کيلو غوړ ورکړل.

نوموړي د عملياتو په تړاو د خلکو د شکايتونو د پخلي تر څنګ زياته کړه چې دولت بايد په امنيتي پلانونو کې د عملياتو په اوږدو کې يوازې پر بريدونو باندې بسنه ونه کړي.

نوموړي زياته کړه چې دوی بايد د سيمې د ساتنې پلان هم ولري.

د هغه په وينا، له جګړې وروسته بايد داسې پلان عملي کړي چې وسله والو مخالفين بېرته سيمو ته د راتګ زړه ونه شي کړای.

خو امنيتي ځواکونه وايي، دوی هوډ لري، د چمتال ولسوالۍ ټولې سيمې له وسله والو مخالفينو بېرته پاکې کړي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې د هغو لارو ګودرو په درک معلومولو بوخت دي چې د ورته عملياتو پر مهال پرې وسله وال مخالفين تښتي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر زر به داسې ځواکمن عمليات بيا پيل کړي چې وسله وال مخالفين به په کې د تېښتې هېڅ لاره ونه لري.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مرستيال نصرت الله جمشيدي پژواک خبري اژانس ته د عملياتو په اوږدو کې عامو خلکو ته د اوښتو زيانونو په تړاو ويلي وو چې د عملياتو پر  مهال وسله والو مخالفينو د خلکو له کورونو او کښتونو د سپر په توګه کار اخيست چې له امله يې زيانونه اوښتي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه