Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښار جوړونې وزارت د ننګرهار لپاره  څلور  نوي  ښارګوټي منظور کړل

جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د ښار جووړنې وزارت د ننګرهار ولايت لپاره څلور پلان شوي ښارګوټي رسماً منظور کړي او  د اداري چارو تر بشپړېدو وروسته به يې د جوړولو عملي چارې پيل شي.

د ننګرهار  د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، د ښار جوړونې وزير ياد پلانونه پرون په کابل کې د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ليدنې پرمهال لاسليک کړل.

هغه وويل، د ننګرهار لپاره نوي ښارګوټي د ښار جوړونې وزارت ته وړانديز شوي و، چې د ولايتي ادارې او ښار جوړونې وزارت د مسوولينو ترمنځ دغه ښارګوټي رسماً منظور شول.

نوموړي زياته کړه، په دغو ښارګوټو کې د بهر اباد درېيمه برخه، د غاليو اوبدلو، د شهید زړه ور زاهد د پوليسو اکاډمۍ استادانو ښارګوټی او د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې د قصبې ساحې ته د ښار جوړونې وزارت پلان سره سم پراختيا ورکول کيږي.

 بلخوا د ننګرهار ولايت د ښار جوړونې رييس عبدالقهار حيدري پژواک ته وويل، د دغو ښار ګوټو په جوړېدو سره به په دې ولايت کې د يو شمېر کورنيو د سرپناه ستونزه حل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو ښارګوټو په جوړېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار  کې يو شمېر نور ښارګوتي هم جوړ شوي، خو يا يې ځمکې غصب شوې او يا هم لازمې اسانتياوې نه لري. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.