پل علم(پژواک،٢٩چنګاښ٩٦): د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولى دى.
د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د ولسمشر د پلار د تره زوى حاکم عبدالغفور خان قبر په بمونو الوځولى دى.
هغه وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې له دې کار څخه د وسله والو طالبانو موخه څه وه خو قبر په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
ستانکزي د طالبانو دغه کار وغانده او ويې ويل چې د قبرونو الوځول نه په اسلامي او نه هم په افغاني اصولو کې شته.
د سرخ اب سيمې قومي مشر عيسي خان هم ياده پېښه تاييد کړه اويې ويل چې د اړوندې موضوع په اړه دوى طالبانو ته ورغلي وو.
هغه وايي: (( موږ طالبانو ته ورغلو او ورته مو ويل چې دغه کار مو سم نه دى، خو طالبانو و ويل چې دغه ماين يې قبر ته نه، بلکې امنيتي ځواکونو ته ځاى پرځاى کړى وو.))
د محمداغې ولسوال محمد رحيم امين هم وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځول شوى دى.
هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ياده هديره کې د ولسمشر د پلار ترڅنګ د کورنۍ نور غړي هم خښ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP