منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

وسله والو د ولسمشر غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولى

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

پل علم(پژواک،٢٩چنګاښ٩٦): د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولى دى.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د ولسمشر د پلار د تره زوى حاکم عبدالغفور خان قبر په بمونو الوځولى دى.

هغه وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې له دې کار څخه د وسله والو طالبانو موخه څه وه خو قبر په بشپړه توګه له منځه تللى دى.

ستانکزي د طالبانو دغه کار وغانده او ويې ويل چې د قبرونو الوځول نه په اسلامي او نه هم په افغاني اصولو کې شته.

د سرخ اب سيمې قومي مشر عيسي خان هم ياده پېښه تاييد کړه اويې ويل چې د اړوندې موضوع په اړه  دوى طالبانو ته ورغلي وو.

هغه وايي: (( موږ طالبانو ته ورغلو او ورته مو ويل چې دغه کار مو سم نه دى، خو طالبانو و ويل چې دغه ماين يې قبر ته نه، بلکې امنيتي ځواکونو ته ځاى پرځاى کړى وو.))

د محمداغې ولسوال محمد رحيم امين هم وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځول شوى دى.

هغه وايي چې د  دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د لوګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ياده هديره کې د ولسمشر د پلار ترڅنګ د کورنۍ نور غړي هم خښ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه