کندوز (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): د کندوز د خان اباد ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنخ جګړې له امله د کندوز- تخار لویه لاره تړل شوې او اوس هم جګړه دوام لري.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار (جمعه) په دې ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې د کندوز- تخار لاره تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې اوس (له غرمې مخکې لس بجې) د دواړو خواوو ترمنځ جکړه په شدت دوام لري او وايي چې امنیتي ځواکونه د خان اباد په چهارتوت سیمه کې شتون لري او طالبان هڅه کوي دغه سیمه هم ونیسي.
هغه وايي: ((موږ د کندوز له امنیتي مسوولینو سره په اړیکه کې شوو، چې سیمې ته نور ځواکونه ور ولېږي.))
بلخوا د خان اباد اوسېدونکی حاجي سیف الرحمان پژواک ته وویل چې طالبانو نن سهار څلور بجې پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او ځیني ساحې یې هم نیولې دي.
هغه د کندوز له امنیتي چارواکو وغوښتل که هر څو ژر تازه دمي ځواکونه ور ونه لېږي او نظامي مرسته ور ونه رسېږي خان اباد ولسوالۍ سقوط کوي.پ
login or register a new account.