تالقان (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم د افغانستان د اوبو په اړه د ايران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې او دغه ډول خبرې يې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.
د اړوندې موضوع په اړه د زمري په لومړۍ نېټه د تخار په مرکز تالقانو کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو غړو او عامو خلکو له لوري غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د تخار د ديني عالمانو شورا مشر مولوي عبدالصمد محمدي وويل چې د ايران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
نوموړي وویل: ((دا چې ولسمشر اشرف غني د پر اوبو بندونو کار پیل کړی، ايران او پاکستان يې وارخطا کړي دي، موږ د ولسمشر له دې برنامو ملاتړ کوو.))
د محمدي په وينا، ايران د يو شمېر افغانانو په وسيله غواړي چې په افغانستان کې تعصب او قوم پالنې ته لمن و وهي چې بايد مخه يې ونيول شي.
دغه راز قومي مشر امين الله له ولسمشر نه وغوښتل چې د ګاونډيو هيوادونو د ناسمو موخو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او ملت يې هم په دې برخه کې ملاتړ کوي.
نوموړي وویل: ((ولسمشر دې د بندونو جوړولو ته زور ورکړي، د ایران او پاکستان پر وړاندې دې کلک ودرېږي، ولس ورسره دی، ولس ورڅخه ملاتړ کوي، موږ چمتو یو له خپلو اوبو چې مشروع حق مو دی دفاع وکړو.))
دغه راز په دې غونډه کې د مدني ټولنو شبکې مشر محمد زمان وویل چې حکومت بايد د ملي ګټو لپاره ملت را ويښ کړي.
د هغه په اند تر هغه چې د ملي ګټو په برخه کې ملت د حکومت ملاتړ ونه کړي، هڅې يې مثبتې پايلې نه شي لرلاى.
نوموړي وویل: ((حکومت باید ولس ته دا باور ورکړي چې ملي ګټې تر شخصي ګټو مهمې دي او اوبه خو زموږ ملي پانګه ده، هېڅوک نه شي کولاى دا پانګه له موږ څخه واخلي.))
دغه راز د غونډې په پاى کې د تخار سرپرست والي محمد فريد ذکي وويل چې د دغه ولايت د يو شمېر سيمو اوبه په افغانستان کې له استفادې پرته بهرنيو هېوادونو ته ځي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP