دوهم تعقيب، جلال اباد (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ۹۶): د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د خيرات او فاتحې په مراسمو هوايي بريد شوی، چې چارواکي يې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ياد هوايي برید، نن تر غرمې وروسته د دغې ولسوالۍ اړوند د مريز کنډو په میاجی بابا سيمه کې شوی دى.
چارواکي وايي، بريد وروسته له هغې شوی، چې داعش وسله والو له سيمې پر افعان ځواکونو ډزې وکړې.
يوې سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د پېښې تلفات لوړ شوي او لا د لوړېدو په حال کې دي.
دغې سرچينې دا هم وويل چې په بريد کې تر دا مهاله د شپږو ملکيانو جسدونه پېژندل شوي او لا هم پلټنې روانې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر اوسه د درېيو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون د شپږو ملکيانو ټپي کېدل هم تاييد شوي دي.
يادې سرچينې دا هم وويل چې د برید پرمهال د ملي اردو د انجنيرۍ ټيم يو کارمند هم ټپي شوی، خو دا يې ونه ویل چې څنګه؟
خو سرچینې اندېښنه وښوده، چې بريد د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کې شوی او تر سهاره به تلفات لا لوړ شي.
بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي په دې اړه پژواک ته وويل، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې د درېيو سرګروپانو په ګډون ۲۵ غړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.
دی وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې د يادې ولسوالۍ په رودخانه، چهار وازې، ډنډ خانه، مريز او مياجي بابا سيمو کې ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي و، چې د مياجي بابا په سيمه کې داعش وسله والو په افغان ځواکونو بريدونه وکړل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سيمه کې داعش وسله والو د ملکي وګړو له کورونو څخه په افغان ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل، چې د ګډو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي ځوابيه بريدونو کې داعش وسله والو ته ياده مرګ ژوبله واوښته.
په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته ويلي، د پېښې له ځايه د ننګرهار سیمه ييز روغتون ته اته تنه ټپيان راوړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن