Language

د پکتیکا ښځې خپلو لوڼو ته د زده کړو اسانتیا غواړي

ښرنه (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): په پکتيکا کې يو شمېر ميندې شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د لېسې د نه شتون له امله يې لوڼې له لوړو زده کړو پاتې دي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي بخت بي بي د زمري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نجونو زده کړو ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

هغې زياته کړه: ((په ښرنه کې تر اوسه د نجونو يوه لېسه نه ده جوړه شوې، خداى خبر چې په ولسواليو کې به څه حال وي.))

بخت بي بي د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې په مرکز ښرنه کې دې د نجونو يوه لېسه جوړه کړي څو د مرکز اړوندې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي.

هغې دا هم وويل چې په دغه ولايت کې ښځې د پوهنې تر څنګ د روغتيا او کورني تاوتريخوالي له ستونزو سره هم مخ دي.

دغه راز د ښرنې بلې اوسېدونکې ګل مکۍ پژواک ته وويل چې حکومت له دغه ولايت سره توپيري چلند کړى؛ ځکه دا د افغانستان يوازېنى ولايت دى چې د نجونو لېسه په کې نشته.

دې وويل: ((د ولسواليو په پرتله ښرنه کې کورنۍ ډېرې علاقمندې دي چې خپلې لوڼې زده کړو ته ولېږي خو دلته لېسه نشته يواځې تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده کړې کوي.))

د هغې د معلوماتو له مخې، د لېسې د نه شتون له امله په دغه ولايت کې ډېرې کمې لوستې نجونې پيدا کېږي.

په مرکز ښرنه کې د کشيوالو لومړني ښوونځي يوې زده کوونکې زرغونې پژواک ته وويل: ((زه اوس په شپږم صنف کې يم، دا چې خلاص شي نو بيا دلته لېسه نشته چې زه په کې نور درس و وايم.))

د هغې په وينا، د هغو کورنيو چې اقتصادي وضعيت یې ښه وي پر خپلو لوڼو په نورو ولايتونو کې زده کړې کوي خو د نورو چې بيا اقتصادي وضعيت ښه نه دى، لوڼې يې له زده کړو پاتې دي.

يادو ټولو کسانو ټينګار کاوه چې دغه ستونزه يې بايد هر څه ژر هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ښځو چارې رييسې بي بي هوا خوشيوال هم پژواک ته وويل چې په مرکز ښرنه کې د نجونو لېسه نشته او اړوندې ادارې هم دې برخې ته پاملرنه نه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.