منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا ښځې خپلو لوڼو ته د زده کړو اسانتیا غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

ښرنه (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): په پکتيکا کې يو شمېر ميندې شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د لېسې د نه شتون له امله يې لوڼې له لوړو زده کړو پاتې دي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي بخت بي بي د زمري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نجونو زده کړو ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

هغې زياته کړه: ((په ښرنه کې تر اوسه د نجونو يوه لېسه نه ده جوړه شوې، خداى خبر چې په ولسواليو کې به څه حال وي.))

بخت بي بي د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې په مرکز ښرنه کې دې د نجونو يوه لېسه جوړه کړي څو د مرکز اړوندې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي.

هغې دا هم وويل چې په دغه ولايت کې ښځې د پوهنې تر څنګ د روغتيا او کورني تاوتريخوالي له ستونزو سره هم مخ دي.

دغه راز د ښرنې بلې اوسېدونکې ګل مکۍ پژواک ته وويل چې حکومت له دغه ولايت سره توپيري چلند کړى؛ ځکه دا د افغانستان يوازېنى ولايت دى چې د نجونو لېسه په کې نشته.

دې وويل: ((د ولسواليو په پرتله ښرنه کې کورنۍ ډېرې علاقمندې دي چې خپلې لوڼې زده کړو ته ولېږي خو دلته لېسه نشته يواځې تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده کړې کوي.))

د هغې د معلوماتو له مخې، د لېسې د نه شتون له امله په دغه ولايت کې ډېرې کمې لوستې نجونې پيدا کېږي.

په مرکز ښرنه کې د کشيوالو لومړني ښوونځي يوې زده کوونکې زرغونې پژواک ته وويل: ((زه اوس په شپږم صنف کې يم، دا چې خلاص شي نو بيا دلته لېسه نشته چې زه په کې نور درس و وايم.))

د هغې په وينا، د هغو کورنيو چې اقتصادي وضعيت یې ښه وي پر خپلو لوڼو په نورو ولايتونو کې زده کړې کوي خو د نورو چې بيا اقتصادي وضعيت ښه نه دى، لوڼې يې له زده کړو پاتې دي.

يادو ټولو کسانو ټينګار کاوه چې دغه ستونزه يې بايد هر څه ژر هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ښځو چارې رييسې بي بي هوا خوشيوال هم پژواک ته وويل چې په مرکز ښرنه کې د نجونو لېسه نشته او اړوندې ادارې هم دې برخې ته پاملرنه نه کوي.

د خوشيوال په وينا که چېرې په دغه ولايت کې د نجونو لپاره لېسه جوړه شي نو دوى چمتو دي چې په هره برخه کې ورسره مرستې وکړي.

هغې وويل چې د يادې ستونزې په اړه يې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې او هغوی ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکي کال کې د نجونو يوه نمونوي لېسه جوړوي.

دغه راز د پکتيکا د پوهنې رياست سرپرست محمد نسيم واجد پژواک ته وويل چې د وخت د چارواکو د نه پاملرنې او دوديزو ستونزو له امله په دغه ولايت کې تر اوسه د نجونو لېسه نه ده جوړه شوې.

خو واجد زياتوي چې د نجونو لېسې لپاره د ودانۍ جوړېدل منظور شوي دي چې دوه مياشتې وروسته به يې د جوړېدو چارې پيل شي چې د يو کال په موده کې به چارې بشپړې شي.

ده زياته کړه: ((کوښښ کوو چې په راتلونکي کال کې نور دغه مشکل حل کړو تر څو نجونې هم پوره زده کړې وکړي.))

د واجد په وينا، دا مهال په اورګون ولسوالۍ کې د نجونو يو منځنى ښوونځى هم شته چې زرګونه نجونې په کې زده کړې کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په پکتيکا کې څه باندې ٣٢ زره نجوني په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوختې دي.

د يادونې ده، په ټوليزه توګه په پکتيکا کې ٣٤٧ ښوونځي دي چې له دې شمېرې څخه ٢٩ په نجونو پورې اړوند دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې