ښرنه (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د پکتيکا په مرکز کې د ماين چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شويل او په يوه بله پېښه کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک د زمري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د ښرنې په بازار کې د ماين چاودنه وشوه چې درې زده کوونکي ماشومان په کې ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د پوهنې سرپرست محمد نسيم واجد بيا پژواک ته وويل چې ښوونځي رخصت دي او ټپيان شوي ماشومان ښايي زده کوونکي نه وي.
له بلې خوا د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وايي، د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ په خيربين کلي کې تېره شپه پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودلى دى.
د ده په وينا، په دې پېښه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
دى زياتوي: ((په دې چاودنه کې درې سرګروپان هم وژل شوي، دې سرګروپانو غوښتل چې خپلو کسانو ته ماينونه توزيع کړي چې په عين توزيع کې يو ماين پرې چاودلى دى.))
د خيربين سيمې يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل، چاودنه شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم، په ياده شوې سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودلى و چې له امله يې دوه تنه وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP