کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارنيليوس زمرمان د افغانستان د خبرو اترو او له سیاسي لارې د افغان شخړې پر هواري ټينګار وکړ.
د ناټو د ملکي استازي له دفتره د زمري په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زمرمان دغه څرګندونې د ولسمشر له دويم مرستيال سرور دانش سره د ليدنې پر مهال کړې دې.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې چې پرون په کابل کې ترسره شوه، د ناټو ملکي استازي د کابل پر وروستي ځانمرګي بريد چې په ترڅ کې يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه.
د ناټو ملکي استازي د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ته ډاډ ورکړ چې ناټو به د افغانستان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، څو دغه ځواکونه د خپل هېواد او ولس امنيت خوندي کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې د ناټو ملکي استازي د افغانستان د شخړي د هواري لپاره پر خبرو اترو او سياسي هواري ټينګار وکړ.
دغه راز دواړو په دې ليدنه کې له حزب اسلامي سره د افغانستان د دولت د سولې پروسې پر اهميت هم رڼا واچوله او دا يې د حکومت لويه لاسته راوړنه وبلله.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې ليدنه کې ژمنه وکړه چې له حزب اسلامي سره شوى تړون به په ټوله معنا عملي کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو ملکي استازي د افغانستان د سولې له پروسې سره د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
login or register a new account.