لښکرګاه(پژواک،۹زمری۹۶): د هلمند د ناوې چارواکي وايي چې د ولسوالۍ په نيم کيلومترۍ کې سخته جګړه روانه ده، نو د حالاتو د کابو کولو لپاره بايد پراخه عمليات ترسره شي.
د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته ډېر نږدې شوي او سخته جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه: (( د ولسوالۍ په نیم کیلومترۍ کې جګړه روانه ده، دولتي تاسیسات له مرمیو خوندي نه دي، خلک هم له طالبانو سره ګرو دي او هره ګړۍ د لوی خطر امکان شته.))
ولسوال د لوى ګواښ په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د ملي اردو له چارواکو څخه يې د عملياتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
تکړه وايي: (( د هغوى ځواب منفي وو، ويل يې چې ځواکونه اکمالوي، خو د عملياتو پلان د اوس لپاره نه لري.))
ده ټينګار وکړ چې د دې ولسوالۍ د امنيتي حالاتو د کابو کولو لپاره بايد پراخه عمليات ترسره شي، ځکه اوسمهال ټول ملکي خدمتونه په ټپه ولاړ دي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمرځواک هم پژواک ته وويل چې په ناوې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې شته.
خو ده وويل چې په ناوې کې د امنيت د ټينګښت په موخه پلان جوړ شوى چې ډېر ژر به عملي شي.
هغه زياته کړه: (( دا ځل به عمليات د ټولې ولسوالۍ په کچه وي او تر هغه به دوام وکړي، ترڅو چې دغه ولسوالۍ تصفيه شي.))
يادو حکومتي چارواکو د ناوې په جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو بل خوا د ناوې د ټولنيزې شورا رييس عبدالباقي خان پژواک ته وويل چې همدا اوس د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې سخته جګړه روانه ده.
دى وايي چې يواځې د تېرې شپې په جګړه کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP