لښکرګاه(پژواک،۹زمری۹۶): د هلمند د ناوې چارواکي وايي چې د ولسوالۍ په نيم کيلومترۍ کې سخته جګړه روانه ده، نو د حالاتو د کابو کولو لپاره بايد پراخه عمليات ترسره شي.
د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته ډېر نږدې شوي او سخته جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه: (( د ولسوالۍ په نیم کیلومترۍ کې جګړه روانه ده، دولتي تاسیسات له مرمیو خوندي نه دي، خلک هم له طالبانو سره ګرو دي او هره ګړۍ د لوی خطر امکان شته.))
ولسوال د لوى ګواښ په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د ملي اردو له چارواکو څخه يې د عملياتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
تکړه وايي: (( د هغوى ځواب منفي وو، ويل يې چې ځواکونه اکمالوي، خو د عملياتو پلان د اوس لپاره نه لري.))
ده ټينګار وکړ چې د دې ولسوالۍ د امنيتي حالاتو د کابو کولو لپاره بايد پراخه عمليات ترسره شي، ځکه اوسمهال ټول ملکي خدمتونه په ټپه ولاړ دي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمرځواک هم پژواک ته وويل چې په ناوې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې شته.
خو ده وويل چې په ناوې کې د امنيت د ټينګښت په موخه پلان جوړ شوى چې ډېر ژر به عملي شي.
هغه زياته کړه: (( دا ځل به عمليات د ټولې ولسوالۍ په کچه وي او تر هغه به دوام وکړي، ترڅو چې دغه ولسوالۍ تصفيه شي.))
يادو حکومتي چارواکو د ناوې په جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو بل خوا د ناوې د ټولنيزې شورا رييس عبدالباقي خان پژواک ته وويل چې همدا اوس د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې سخته جګړه روانه ده.
دى وايي چې يواځې د تېرې شپې په جګړه کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
ده هم ټينګار وکړ چې هرڅه ژر بايد په دغې ولسوالۍ کې پراخه عمليات ترسره شي.
وسله وال طالبان هم د ناوې جګړه تاييدوي.
د دغې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د ناوې په جرنامو سيمه کې طالبانو دوه ټانګونه په ماين الوځولي دي.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې په ټانګونو کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.
ناوه د هلمند تر ټولو امنه ولسوالي وه، خو شاوخوا نهه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو څخه نيولې وه.
خو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې امنيتي ځواکونو تر دوه ورځنې جګړې وروسته وکولاى شول چې د ناوې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو څخه ونيسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










