ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د ځدارڼو قومي مشرانو خپلو سيمو کې د پرمختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه

د ځدارڼو قومي مشرانو خپلو سيمو کې د پرمختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
2 Aug 2017 - 16:17
د ځدارڼو قومي مشرانو خپلو سيمو کې د پرمختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
2 Aug 2017 - 16:17

خوست ښار (پژواک،۱۱زمری۹۶): په خوست کې د ځدارڼ مېشتو ولسواليو قومي مشرانو په يوه غونډه کې له دولت او نړيوالو ادارو څخه وغوښتل چې د دوی په سيمو کې پرمختيايي پروژې پلې کړي.

په دې غونډه کې چې د خوست په دولتي مېلمستون کې جوړه شوې وه، د نادرشاه کوټ، دوه منده او سپېرې ولسواليو د ځدراڼو د ګډې قومي شورا لسګونو قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو ويل چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د دوی په سيمو کې د بیارغونې پرمختيايي کارونه نه دي ترسره شوي او  له همدې امله له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

قومي مشر عبدالحکيم ځدراڼ غونډې ته وويل، د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو، د سړکونو پخولو، روغتيايي مرکزونو او پلونو جوړولو ته جدي اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((ځدراڼو قوم ته تعليم نشته، صحي خدمات نشته، هسې خيالي شيان ترسره کېږي، د معارف، روغتيا او نور دولتي رييسان دې وښيي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې زموږ د مشکلاتو د اورېدو لپاره راغلي وي.))

د ځدراڼو بل قومي مشر دروېش غونډې ته په خبرو کې پر دولت نيوکه وکړه چې د دوی سيمې يې له پرمختيايي چارو هېرې کړي او په تېره يوه نيمه لسيزه کې يې د بيارغونې د پرمختيايي پروژو په پلي کولو کې انډول نه دی ساتلی.

دروېش وويل: ((د بيارغونې بهير په ټپه ولاړ دی، په تېرو ۱۶ کلونو کې بنسټيز کار نه دی شوی. کرنيزې ځمکې شاړې پرتې دي. ځوانان مو د بې روزګارۍ له امله له هېواد نه تېښتې ته اړ دي.))

په ورته وخت کې د خوست والي چې يادې غونډې ته يې خبرې کولې، ومنله چې د نامتوازنې پرمختيا له امله د خوست د ځينو نورو ولسواليو په ګډون ځدراڼ مېشتو ولسواليو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

والي حکم خان حبيبي وويل، د پوهنې، روغتيا او په نورو برخو کې بيارغونه د ولايتي ادارې په لومړيتوبونو کې ځای لري او هغه ستونزې چې د ولايتي ادارې په وس کې دي، د هواري لپاره يې جدي هڅې کوي.

حبيبي زياته کړه:((دا منم چې په خوست کې متوازن انکشاف ډېر په نظر کې نه دی نيول شوی. په ټولو مجلسونو کې زما ټينګار پرهمدې دی. لومړنۍ او وروستۍ خبره مې همدا ده چې زه پنځو ولسواليو ته ځانګړې پاملرنه غواړم، سپېره، دوه منده، موسی خېل، قلندر او صبري. دا هغه ولسوالۍ دي چې له انکشافي پروژو محرومې پاتې دي)).

په ټوليز ډول ځدراڼ قوم د پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو په ۱۱ ولسواليو کې پروت دی، چې له دې ډلې څلور ولسوالۍ يې په پکتيا، درې په خوست او درې يې په پکتيکا ولايت کې دي.

د دې ولسواليو د ځدراڼ مېشتو قومونو ګډه شورا چې څو کاله وړاندې جوړه شوې، تل يې په خپلو غونډو کې پر افغان دولت نيوکه کړې چې د پرمختيايي پروژو په پلې کېدو کې يې انډول نه دی ساتلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.