دوهم تعقيب - کندهار (پژواک، ۱۱ زمری ۹۶): په کندهار ښار کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار د موټر په وسیله په شوي ځانمرګي برید کې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه برید نن غرمه ۱۲ بجې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند هوايي ډګر ته پر غځېدلې لاره د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې د قرارګاه مخې ته وشو.
که څه هم له دې برید څخه څو ساعتونه تېرېږي، خو لا تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نشته.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو ځواکونو د موټرونو کتار چې له کندهار ښاره د هوايي ډګر پر لور روان و، د لارې په اوږدو کې ورباندې ځانمرګی برید وشو.
ده زیاته کړه، ځانمرګی بریدګر په یوه ډاټسن موټر کې سپور و چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار وچوه.
دی وايي، په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې ورته معلومه نه ده.
عیني شاهدانو د پېښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه ډېره قوي وه چې له امله یې د بهرنیو ځواکونو یوه موټر اور واخیست.
د سمیع الله په نوم یوه کارګر چې هوايي ډګر ته پر غځېدلې لاره په تعمیراتي کار بوخت و، وویل: ((زه له خپلو نورو همکارانو سره یو ځای د پېښې ځای ته نږدې په کار بوخت وم چې د امریکایانو کتار تېرېده او ناڅاپه یې پر یوه موټر چاودنه وشوه.))
دی وايي، چاودنه ډېره قوي وه او ټوله سیمه یې ولړزوله، له چاودنې سره جوخت د بهرنیو ځواکونو یوه موټر اور واخیست او وروسته چورلکې او امبولانسونه سیمې ته راورسېدل.
د ده په خبره، په خپله یې ولیدل چې بهرنیو ځواکونو یو شمېر جسدونه چورلکو ته پورته کړل، خو معلومه نه شوه چې وژل شوي وو او که ټپیان وو.
د چاودنې له امله د کندهار- سپین بولدک لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې وه او په دې موده کې د پېښې په ځای کې څو ځلې چورلکې کښېناستې او والوتې.
بهرنیو ځواکونو خبریالانو ته هم اجازه نه ورکوله چې د پېښې ځای ته نږدې شي او په خپلو وسلو یې هغوی ګواښل.
login or register a new account.