دوهم تعقيب - کندهار (پژواک، ۱۱ زمری ۹۶): په کندهار ښار کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار د موټر په وسیله په شوي ځانمرګي برید کې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه برید نن غرمه ۱۲ بجې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند هوايي ډګر ته پر غځېدلې لاره د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې د قرارګاه مخې ته وشو.
که څه هم له دې برید څخه څو ساعتونه تېرېږي، خو لا تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نشته.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو ځواکونو د موټرونو کتار چې له کندهار ښاره د هوايي ډګر پر لور روان و، د لارې په اوږدو کې ورباندې ځانمرګی برید وشو.
ده زیاته کړه، ځانمرګی بریدګر په یوه ډاټسن موټر کې سپور و چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار وچوه.
دی وايي، په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې ورته معلومه نه ده.
عیني شاهدانو د پېښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه ډېره قوي وه چې له امله یې د بهرنیو ځواکونو یوه موټر اور واخیست.
د سمیع الله په نوم یوه کارګر چې هوايي ډګر ته پر غځېدلې لاره په تعمیراتي کار بوخت و، وویل: ((زه له خپلو نورو همکارانو سره یو ځای د پېښې ځای ته نږدې په کار بوخت وم چې د امریکایانو کتار تېرېده او ناڅاپه یې پر یوه موټر چاودنه وشوه.))
دی وايي، چاودنه ډېره قوي وه او ټوله سیمه یې ولړزوله، له چاودنې سره جوخت د بهرنیو ځواکونو یوه موټر اور واخیست او وروسته چورلکې او امبولانسونه سیمې ته راورسېدل.
د ده په خبره، په خپله یې ولیدل چې بهرنیو ځواکونو یو شمېر جسدونه چورلکو ته پورته کړل، خو معلومه نه شوه چې وژل شوي وو او که ټپیان وو.
د چاودنې له امله د کندهار- سپین بولدک لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې وه او په دې موده کې د پېښې په ځای کې څو ځلې چورلکې کښېناستې او والوتې.
بهرنیو ځواکونو خبریالانو ته هم اجازه نه ورکوله چې د پېښې ځای ته نږدې شي او په خپلو وسلو یې هغوی ګواښل.
بهرنیو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو منلې چې په دې برید کې ورته مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاته کړې یې ده چې د دغې پېښې پر څرنګوالي او د تلفاتو د شمېر په اړه پلټنې کوي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه برید د بهرنیو ځواکونو دوه زرې موټر ویجاړ کړي او په کې سپاره ۱۵ بهرني عسکر یې وژلي دي.
خو دغه خبره تر دې مهاله کومې مسوولې سرچینې نه ده تایید کړې.
په کندهار هوايي ډګر کې امریکايي او رومانیايي ځواکونو مېشت دي.
له تېرې اوږدې مودې را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید تر سره کېږي.
پر بهرنیو ځواکونو دغه برید په داسې حال کې شوی چې د کندهار ولایت مقام په اونیزه امنیتي غونډه کې له ګډون وروسته د هوايي ډګر پر لور روان وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










