Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لښکرګاه  بولان کې پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او  اووه نور ټپيان دي

لشکرګاه(پژواک ۱۳ زمری ۹۶): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه په مرکز لښکرګاه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د ډله ييز بريد په پايله کې د يو افسر په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي او د کنډک د قوماندان په ګډون اووه نور ټپيان دي.

په هلمند کې د څلورمې لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مقبول وايي، تېره شپه د بولان سيمه کې د دوی پر پوستو ډله ييز بريد شوى  چې په کې د دوهم کنډک قوماندان تور جان ټپي او د ټولي قوماندان غوث الدين وژل شوى دى.

قوماندان وايي، جګړې لږ وخت نيولى، خو په پوسته کې سرتېري له مخالفينو سره تر لاس اچولو پورې  رسېدلي.

يوه سرچينه وايي چې پوسته هم سقوط شوې، خو قوماندان  د پوستې سقوط نه مني .

بل خوا د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي چې د ادم خان سيمه کې يوبل موټر بم بريد شوى او د ولسوالۍ په شاوخوا کې جنګ روان دى، د مارکېټ له بريد کوونکو څخه دوه تنه وژل شوي او دوه لا مقاومت کوي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک وايي، په تازه موټربم بريد کې سرتېري ټپيان شوي خو وژل شوي نه دي.

هغه زياتوي چې په هوايي بريدونو کې ۲۰ وسله وال طالبان ووژل شوي او د صرافانو مارکېټ  بريد کوونکي لا هم مقامت  کوي.

د ايمرجنسي روغتون مسوولين  وايي چې له بولان څخه نهه تنه او له ګرشک څخه يو ټپي ورته راوړل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.