کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦):پژواک خبري اژانس له افغان بيسيم مخابراتي کمپنۍ سره په همکارۍ، ګرځنده ټيلېفونونو ته د لنډو خبرونو استول پيل کړل، تر څو خلک ژر او په اسانۍ نوي خبرونه تر لاسه کړي.
دغه سيستم نن ( د زمري ١٥مه) په رسمي ډول پيل شو. د افغان بيسيم مشترکين کولى شي د دغه چوپړ د ورځنيو، اوونيزو او مياشتنيو کڅوړو له لارې له دې چوپړ څخه ګټه پورته کړي.
خلک کولى شي د “اس ام اس” له لارې د خبرونو تر لاسه کولو مياشتنۍ چوپړ د ٣٠ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړي. دغه مياشتني چوپړ ته د لاسرسي لپاره د ګرځنده ټيلېفون په پيغام پاڼه کې د پښتو ژبې لپاره (١١)، د دري لپاره (١٢) او د انګريزي لپاره (١٤) وليکي او (٥١٢) ته يې واستوي.
دغه راز که څوک لېوال وي چې د يوې اوونۍ لپاره د لسو افغانيو په بدل کې هره ورځ نوي خبرونه تر لاسه کړي، نو د خپل ګرځنده ټيلېفون د پيغام په پاڼه کې دې د پښتو ژبې لپاره (٨) د دري لپاره (٩) او د انګريزي لپاره (١٠) وليکي او (٥١٢) ته دې واستوي.
او که غواړئ چې د تازه خبرونو تر لاسه کولو دغه چوپړ د يوې ورځې لپاره د دوو افغانيو په بدل کې ولرئ؛ نو د ګرځنده ټيلېفون د پيغام په پاڼه کې مو د پښتو ژبې لپاره (٥) د دري لپاره (٦) او د انګرېزي لپاره (٧) وليکئ او (٥١٢) ته يې واستوئ.
د لوبو خبرونه د يوې ورځې لپاره د يوې افغانۍ په بدل کې تر لاسه کولى شئ. د دې لپاره اړينه ده چې د ګرځنده ټيلېفون د پيغام په پاڼه کې د پښتو ژبې لپاره (١٤) د دري لپاره (١٥) او د انګريزي لپاره (١٦) وليکئ او (٥١٢) ته يې واستوئ.
او که لېواله وئ چې د لوبو خبرونه د يوې اوونۍ لپاره د پنځو افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو د خپل ګرځنده ټيلېفون د پيغام په پاڼه کې د پښتو ژبې لپاره (١٧) د دري لپاره (١٨) او د انګرېزي لپاره (١٩) وليکئ او ( ٥١٢) ته يې ولېږئ.
دغه راز د لوبو خبرونه د يوې مياشتې لپاره د ١٥ افغانيو په بدل کې تر لاسه کولى شئ. د دې لپاره اړينه ده چې د خپل ګرځنده ټيلېفون د پيغام استولو په پاڼه کې د پښتو ژبې لپاره (٢٠) د دري لپاره (٢١) او د انګرېزي لپاره (٢٢) وليکئ او (٥١٢) ته يې واستوئ.
په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره له (۰۷۰۵۵۱۲۵۱۲) شمېرې او يا ([email protected]) برېښناليک سره په اړيکه کې شئ.
پژواک خبري اژانس وياړ لري چې له افغان بيسيم مخابراتي شرکت سره په همکارۍ د دې سيستم په فعالولو سره خپلو درنو هېوادوالو ته د چوپړ مصدر کېږي.
پژواک دا مهال دغه چوپړ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لارې وړاندې کوي، خو په پام کې لري چې له نورو مخابراتي کمپنيو سره د ګډ کار له لارې يې پراخ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP