Language

بلخ کې یو شمېر مېرمنو په خپل شخصي لګښت د کېک او کلچو کارخونه جوړه کړې

مزارشريف (پژواک، ۱٦ زمری ۹۶): د بلخ مېرمنې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزو د حل په موخه سوداګریزو چارو ته مخه کړې ده.

د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو په ځانګړي سوداګريز مارکېټ کې د کېک او کلچو کارخونه جوړه شوې ده.

دغه کارخونه شلو مېرمنو په خپله شخصي پانګه جوړه کړې چې چارې يې هم په خپله سمبالوي.

دوی وايي چې ياده کارخانه يې د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه جوړه کړې ده.

د يادې کارخانې يوې برخوالې مرضيې احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور مياشتې وړاندې يې له خپلو شلو ملګرو سره د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه سوداګريزو چارو ته چمتوالی ونيو.

نوموړې زياته کړه چې په خپلو کې يې شخصي پانګونه وکړه او د کيک او کلچو کارخانه يې جوړه کړه.

د هغې په وينا، په پيل کې يې د توليداتو په برخه کې پر کار د نه پوهېدو له امله ستونزې درلودې خو اوس يې ډېرې ستونزې حل کړې دي.

مېرمن احمدي وويل چې د کارخانې لپاره يې يو استاد ونيو او په خپله يې د کاريګرو په توګه ورسره کار پيل کړ.

نوموړي زياته کړه چې اوس د ټولې کارخانې چارې په خپله سمبالوي.

د همدې کارخانې بلې برخوالې مېرمن معصومې پژواک ته وويل چې مېرمنې بايد له کوره بهر هم له خپلو وړتياوو ګټه واخلي.

نوموړې زياته کړه چې د ښه ژوند لپاره اړ و چې د کور د چارو د سمبالښت تر څنګ د باندې هم کار وکړي.

د هغې په وينا، دوی په ښه معيار کيک او کولچې په خپله پخوي او بيا يې بازار ته وړاندې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.