منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې یو شمېر مېرمنو په خپل شخصي لګښت د کېک او کلچو کارخونه جوړه کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱٦ زمری ۹۶): د بلخ مېرمنې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزو د حل په موخه سوداګریزو چارو ته مخه کړې ده.

د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو په ځانګړي سوداګريز مارکېټ کې د کېک او کلچو کارخونه جوړه شوې ده.

دغه کارخونه شلو مېرمنو په خپله شخصي پانګه جوړه کړې چې چارې يې هم په خپله سمبالوي.

دوی وايي چې ياده کارخانه يې د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه جوړه کړې ده.

د يادې کارخانې يوې برخوالې مرضيې احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور مياشتې وړاندې يې له خپلو شلو ملګرو سره د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه سوداګريزو چارو ته چمتوالی ونيو.

نوموړې زياته کړه چې په خپلو کې يې شخصي پانګونه وکړه او د کيک او کلچو کارخانه يې جوړه کړه.

د هغې په وينا، په پيل کې يې د توليداتو په برخه کې پر کار د نه پوهېدو له امله ستونزې درلودې خو اوس يې ډېرې ستونزې حل کړې دي.

مېرمن احمدي وويل چې د کارخانې لپاره يې يو استاد ونيو او په خپله يې د کاريګرو په توګه ورسره کار پيل کړ.

نوموړي زياته کړه چې اوس د ټولې کارخانې چارې په خپله سمبالوي.

د همدې کارخانې بلې برخوالې مېرمن معصومې پژواک ته وويل چې مېرمنې بايد له کوره بهر هم له خپلو وړتياوو ګټه واخلي.

نوموړې زياته کړه چې د ښه ژوند لپاره اړ و چې د کور د چارو د سمبالښت تر څنګ د باندې هم کار وکړي.

د هغې په وينا، دوی په ښه معيار کيک او کولچې په خپله پخوي او بيا يې بازار ته وړاندې کوي.

معصومې وويل چې هرې برخوالې مېرمن ته د مياشتې تر څلور زره افغانيو پاتې کېږي او ډاډه دي چې د هرې مياشتې په تېرېدو به يې عوايد ډېرېږي.

دغه کارخانه د ښځو په ځانګړي سوداګريز مارکېټ کې جوړه شوې ده چې له دې پرته په کې د توليداتو او سوداګريزو توګو د پلور ۵۶ هټۍ فعالې دي.

د ياد مارکېټ مسوولې مېرمن حبيبې اميري پژواک ته وويل چې په دغه مارکېټ يوازې د مېرمنو سوداګريز چارې پر مخ ځي.

نوموړې زياته کړه چې دلته مېرمنې د لاسي صنايعو او خوراکي توکو سوداګريزې چارې پر مخ وړي.

هغې له دولت څخه د افغان مېرمنو د کورنيو توليداتو لپاره په نړيوال مارکېټ کې د بازارموندنې اسانتياوو برابرېدو غوښتنه وکړه.

مېرمن اميري وويل چې د دوی سوداګرې اړې دي چې خپل سوداګريز توکي په بهرنيو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کړي، خو وس يې نه رسېږي.

د بلخ د ښځو چارو رياست مسوولينو وويل چې په بلخ کې د ښځو سوداګريز فعاليتونه د ياد وړ دي.

د ښځو چارو رييسې شهلا حديد پژواک اژانس ته وويل چې دوی مېرمنو ته د سوداګريز چارو د فعاليت لپاره زمينه برابروي.

نوموړې زياته کړه چې ځيني وخت ښځينه سوداګرو ته په بهرنيو نندارتونونو کې خپل توليدي توکي وړاندې کړي دي.

د هغې په وينا، په کور دننه په ټوله کې وطني توليدات د بازارموندنې په برخه کې ستونزې لري چې بايد تبليغات ورته وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد