کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦): د لویې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او له حکومت څخه غواړي چې “د ملي ګټو ضد خوځښتونو” مخنیوی وکړي.
د يادې جرګې مشر ډاکټر حکیم سرتېر نن کابل کې د دې جرګې د يو شمېر کسانو په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د لویې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه د (لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا) له شلو مدني ټولنو جوړه ده.
د يادې جرګې مشر وايي: “د ځینو سیاسي کړیو تر منځ جوړ جاړی د ملي ګټو پر وړاندې د خنډ سبب شوی، له حکومتي مشرانو غواړو چې د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي او د ملي ګټو ضد حرکتونو مخنیوی وکړي.”
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې “د افغانستان ژغورنې ايتلاف” او “د افغانستان د خلکو محور” سياسي خوځښت ملي بڼه نه لري او حکومت بايد په دې سياسي جوړښتونو کې شامل دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.
د روان کال د چنګاښ په لومړيو کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني او د جمعيت اسلامي ګوند مشر، د دغه ګوند اجرايي رييس او د بلخ والي عطامحمد نور، د ولسمشر لومړي مرستيال او د جنبش ګوند بنسټ اېښودونکي جنرال عبدالرشيد دوستم او د اجرايي رياست دويم مرستيال او د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق په ترکيه د يوې ناستې پرمهال د افغانستان د ژغورنې ايتلاف جوړ کړ.
دغه راز د روان کال د چنګاښ په وروستيو کې د ملي امنيت رياست د پخواني مشر رحمت الله نبيل په ګډون د پخواني حکومت يو شمېر چارواکيو د افغانستان د خلکو محور په نوم يو سياسي خوځښت رامنځته کړ.
يادو دواړو سياسي خوځښتونو کې شاملو کسانو وېيلي چې دغه حرکتونه يې په هېواد کې د اصلاحاتو لپاره جوړ کړي دي.
سرتېر وايي چې د نظام ثبات او ټینګښت د لویې پکتیا ولسونو ته سره کرښه ده او هغه چې ملي ګټې ګواښي د وولس له سختې کرکې او غبرګون سره به مخ شي.
هغه زياته کړه: “افغانستان د څو تنو مردودو سیاسیونو ملکیت نه دی، دلته ویښ ولسونه پراته دي چې په هر قیمت له ملي ګټو او اوسني نظام څخه دفاع کوي.”
د ده په وینا، د افغانستان اوسنی حکومت د لويي پکتیا د ولسونو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د لويې پکتيا خلک به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په قربانیو يې معامله وشي.
دا په داسې حال کې ده څو ورځې وړاندې د لويې پکتیا يو شمېر کسانو د افغانستان ژغورنې له ایتلاف څخه ملاتړ وکړ.
خو سرتېر وايي، د لويې پکتيا څو “مجهول الهویته” کسانو د افغانستان د ژغورنې په نوم له جوړ شوي ایتلاف څخه ملاتړ کړى او دغه کسان د لویې پکتیا د ولسونو استازیتوب نه شي کولى.
ده د افغانستان له ټولو قومونو وغوښتل چې په هېواد کې د ورورولی او ملي يوالي لپاره سره یو شي او د “سیاسي سوداګرو او شخصي ګټو پالونکو” له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د یادې جرګې مشر پرته له دې چې د کومې سیاسي ډلې نوم واخلي وويل، حکومت باید د تلپاتې ثبات په موخه ملي امنیتي ځواکونه د خاصو سیاسي ډلو له انحصار څخه راوباسي او په یو غیر سیاسي ځواک یې بدل کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن