ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وروستي ایتلافونه ملي نه دي، حکومت يي باید مخنیوی وکړي”

author avatar
7 Aug 2017 - 15:35
author avatar
7 Aug 2017 - 15:35

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦): د لویې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او له حکومت څخه غواړي چې "د ملي ګټو ضد خوځښتونو" مخنیوی وکړي.

د يادې جرګې مشر ډاکټر حکیم سرتېر نن کابل کې د دې جرګې د يو شمېر کسانو په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د لویې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه د (لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا) له شلو مدني ټولنو جوړه ده.

د يادې جرګې مشر وايي: "د ځینو سیاسي کړیو تر منځ جوړ جاړی د ملي ګټو پر وړاندې د خنډ سبب شوی، له حکومتي مشرانو غواړو چې د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي او د ملي ګټو ضد حرکتونو مخنیوی وکړي."

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې "د افغانستان ژغورنې ايتلاف" او "د افغانستان د خلکو محور" سياسي خوځښت ملي بڼه نه لري او حکومت بايد په دې سياسي جوړښتونو کې شامل دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.

د روان کال د چنګاښ په لومړيو کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني او د جمعيت اسلامي ګوند مشر، د دغه ګوند اجرايي رييس او د بلخ والي عطامحمد نور، د ولسمشر لومړي مرستيال او د جنبش ګوند بنسټ اېښودونکي جنرال عبدالرشيد دوستم او د اجرايي رياست دويم مرستيال او د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق په ترکيه د يوې ناستې پرمهال د افغانستان د ژغورنې ايتلاف جوړ کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.