دوهم تعقيب - کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کې د پوليسو په رينجر موټر چاودنه شوې او درې پوليس په کې ټپيان شوي دي.
دغه خبرې د دې وزارت وياند نجيب دانش پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، دغه پېښه د ماخوستن په پاو کم اتو بجو د کابل د سينما پامير سره نږدې د تقاعد رياست سره د مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.
د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن