Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي : ګومل کې ١٥ وسله وال وژل شوي

ښرنه(پژواک،۲۰زمری۹۶):دپکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې دافغان ځواکونودعملياتو پرمهال دبهرنيو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان دي.

پکتيکا کې د ملی اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب په دې اړه پژواک سره په خبرو کې وويل، چې افغان ګډو ځواکونو له تېرو دوه ورځو را هيسې د ګومل ولسوالۍ پر لاره عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه په دغو عملياتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي، چې ډېری برخه يې پنجابيان او نور بهرني وسله وال جوړوي.

دهغه په خبره، هڅه کوي نن ورځ ګومل ولسوالۍ ته ځانونه ورسوي خو په لارو کې ماينونه خښ شوي چې له امله يې تګ ټکنی ښکاري.

 د سرحدي ځواکونوقوماندان راز محمد هم پژواک ته وويل چې عمليات په چټکۍ سره روان دي او ډېری سيمې يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.

وسله والو طالبانو که څه هم د دې موضوع په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې تېره ورځ يې د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د ملي اردو د ټولي د قوماندان په ګډون څلور تنه وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.