Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

المان په اجباري ډول د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروله

کابل(پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د المان د هغه اقدام د هر کلي تر څنګ چې د افغانانو په زور اېستل يې درولي، له ټولو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د المان په څېر د افغانستان اوسنى وضعيت له سره وڅېړي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي :((دا چې د افغانستان شرايط د جبري اېستلو لپاره مساعد نه دي، له ټولو کوربه هېوادونو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو غواړي چې د المان د فدرالي دولت په څېر د افغانستان پر اوسني وضعيت له سره کتنه وکړي.))

وزارت په سويډن کې د هغه هېواد د پارلمان پر وړاندې د افغان پناه غوښتونکو د تحصن په غبرګون کې له سويډن څخه وغوښتل چې د افغانستان اوسني امنيتي کورني وضعيت ته په پام سره دې د افغان کډوالو پر غوښتنليکونو له سره کتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې المان د افغانستان د دولت په  ځانګړي ډول د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت په هڅونه د افغانستان اوسني وضعيت په ځانګړي ډول کابل کې د المان سفارت ته څېرمه ځانمرګي بريد څخه وروسته د افغانانو د اېستلو پر موضوع د بيا کتنې تصميم نيولى.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ٢٠١٥ زېږديز کال کې د نړۍ په ٤٤ هېوادونو کې ٢٥٠ زره افغانانو د پناه اخيستو غوښتنليکونه ورکړي چې له دې ډلې يې ١٥٠ زره يوازې په المان کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.