تالقان (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د کليو پراختيا وزير وايي چې د حکومت له لوري د نامتوازنو پرمختيايي چارو ترسره کول د دې لامل شوي چې يو شمېر کسان د حکومت پر وړاندې وسله وال مخالفت پيل کړي.
دغه څرګندونې د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني پرون تخار ولايت ته د خپل سفر پر مهال يوې خبري غونډې ته وکړې.
دراني وويل چې د حکومت له لوري غير متوازن انکشاف د خلکو پر وړاندې ظلم دى او د حکومت دغه کار يو شمېر خلک وسله وال مخالفت ته اړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((هغه حکومت چې ولس یې غواړي تر اوسه نه دی جوړ شوی، ټول مخالفین طالبان نه دي، یو شمېر یې زموږ د دولتي کارکوونکو د ظلم له امله هم طالبان شوي، متوازنه پرمختیا کولای شي چې امنیت، اقتصادي وده او هوساینه رامنځته کړي او موږ ورته ژمن یو.))
دغه راز وزير وويل چې په کليو او بانډو کې نا متوازن پرمختيايي کارونو د ترسره کېدو له امله يو شمېر خلک کډې کولو ته اړ شوي چې د اندېښنې وړ خبره ده.
هغه زياته کړه: ((د ولسي تړون په ملي پروګرام کې موږ د هرې کليوالي شورا لپاره ٢٧زره ډالره په پام کې نيولي چې بايد عايداتې پروژې پرې جوړې شي.))
دراني وويل چې له دې وروسته به د دغه وزارت ټولې چارې په ټولو سيمو کې په متوازن ډول پلې شي.
دغه راز په دې په دې غونډه کې د تخار والي فضل الله مجددي بیا د سرای سنګ هوايي ډګر، د کوکچې د پورې غاړې ولسوالیو او د تالقانو ښار د سړکونو د پخېدو غوښتنه وکړه.
هغه وويل: ((دغه پروژې چې ما يادې کړې، ډېرې مهمې دي، زه هيله من يم چې وزير صاحب په دې کې موږ سره مرسته وکړي.))
همدارنګه په دې غونډه کې د تخار د ولايتي شورا رييس محمد يعقوب نظري هم وويل چې له دې وروسته بايد ټول پرمختيايي چارې په متوازن ډول ترسره شي.
نظري د بېلګې په توګه وويل: ((په دې ولايت کې د کوکچې سيند د پورې غاړې ولسواليو لپاره تر اوسه لارې نه ي جوړې شوي، خو بيا ځينې داسې ولسوالۍ هم لرو چې د پروژې د پلي کولو نور ځاى پکې نشته دى.))
هغه وايي چې په تېرو ١٥ کلونو کې يواځې د هغو ولسواليو لپاره کار شوى چې اوسېدونکي يې په حکومت کې چارواکي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن