مزارشريف (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): د بلخ ولايتي شورا د وکيل محمداصف مومند ورور وايي چې بېګا شپه يې ورور د دغه ولايت د والي عطامحمد نور شخصي ملېشو په هوايي ډګره نيولی دی.
خو د بلخ د والي وياند دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې محمد اصف مومند د امنيتي ارګانونو د رسمي مکتوب پر بنسټ د بلخ امنيتي مسوولينو نيولی دی.
تېره ورځ مازديګر شپږ بجې د ولايتي شورا له وکيل محمد اصف مومند سره د بلخ ولايتي شورا بل وکيل محمد ابراهيم خيراندېش او د حزب اسلامي ګوند مهم غړی او د شمال د پخواني جهادي قوماندان جمعه خان همدرد زوی ګل الرحمان همدرد هم له کابله مزارشريف ته ملګري وو.
درې واړه د هوايي ډګر له ترمينل څخه له وتلو وروسته چې کله موټر ته ختل د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. په دې ترڅ کې محمد اصف مومند له پژواک خبري اژانس سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل چې د بلخ والي هڅه کوي، دی ونيسي.
هغه زياته کړه: ((نه غل يم، نه قاتل، د بلخ له والي عطا محمد نور سره سياسي اختلاف لرم، پر وړاندې مې ورته مظاهرې کړې، پرېس کانفرنس مې ورکړی، نو اوس مې نه پرېږدي چې خپل ښار ته دننه شم.))
د اصف مومند ورور مصطفی مومند نن سهار د خپل ورور د نيولو په تړاو په خبري ناسته کې وويل چې ورور يې د شپې شاوخوا يوه بجه د بلخ والي عطامحمد نور د شخصي ملېشو له خوا له اووه ساعته محاصرې وروسته ونيول شو.
نوموړي زياته کړه چې له نيول کېدو سره سم د بلخ والي کور ته وړل شوی، هلته والي او د هغه دوو زامنو ښه وهلی او بيا يې څلور ساعته وروسته ملي امنيت ته سپارلی دی.
هغه وويل چې د نيول کېدو په حالت کې یې د ورور دوه ساتونکي وژل شوي او د بلخ امنيې قوماندانۍ دوه پوليس ټپيان شوي دي چې د والي د شخصي ملېشو پر ډزو لګېدلي دي.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد د محمد اصف مومند د ورور ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند د نيولو مکتوب درې مياشتې وړاندې د ملي امنيت څارنوالۍ او د درنو جرمونو څارنوالۍ له خوا د بلخ امنيې قوماندانۍ ته استول شوی و.
هغه وايي چې پر مومند د اسنادو د جعل کارۍ تور و چې ګواکې د چارو ادارې د مرستيال لاسليک يې په جعل کارولی و.
د والي وياند وويل چې بېګا شپه مخکې له دې چې مومند هوايي ډګر کې کښته شي، د ګل الرحمن همدرد، ابراهيم خېل او خيراندېش تر ۳۰ پورې غير مسوول وسله وال هوايي ډګر ته تللي وو او د هوايي ډګر له دوو دروازو په زور تېر شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP