منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مصطفی مومند: ورور مې د بلخ د والي شخصي ساتونکو نیولی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): د بلخ ولايتي شورا د وکيل محمداصف مومند ورور وايي چې بېګا شپه يې ورور د دغه ولايت د والي عطامحمد نور شخصي ملېشو په هوايي ډګره نيولی دی.

خو د بلخ د والي وياند دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې محمد اصف مومند د امنيتي ارګانونو د رسمي مکتوب پر بنسټ د بلخ امنيتي مسوولينو نيولی دی.

تېره ورځ مازديګر شپږ بجې د ولايتي شورا له وکيل محمد اصف مومند سره د بلخ ولايتي شورا بل وکيل محمد ابراهيم خيراندېش او د حزب اسلامي ګوند مهم غړی او د شمال د پخواني جهادي قوماندان جمعه خان همدرد زوی ګل الرحمان همدرد هم له کابله مزارشريف ته ملګري وو.

درې واړه د هوايي ډګر له ترمينل څخه له وتلو وروسته چې کله موټر ته ختل د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. په دې ترڅ کې محمد اصف مومند له پژواک خبري اژانس سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل چې د بلخ والي هڅه کوي، دی ونيسي.

هغه زياته کړه: ((نه غل يم، نه قاتل، د بلخ له والي عطا محمد نور سره سياسي اختلاف لرم، پر وړاندې مې ورته مظاهرې کړې، پرېس کانفرنس مې ورکړی، نو اوس مې نه پرېږدي چې خپل ښار ته دننه شم.))

د اصف مومند ورور مصطفی مومند نن سهار د خپل ورور د نيولو په تړاو په خبري ناسته کې وويل چې ورور يې د شپې شاوخوا يوه بجه د بلخ والي عطامحمد نور د شخصي ملېشو له خوا له اووه ساعته محاصرې وروسته ونيول شو.

نوموړي زياته کړه چې له نيول کېدو سره سم د بلخ والي کور ته وړل شوی، هلته والي او د هغه دوو زامنو ښه وهلی او بيا يې څلور ساعته وروسته ملي امنيت ته سپارلی دی.

هغه وويل چې د نيول کېدو په حالت کې یې د ورور دوه ساتونکي وژل شوي او د بلخ امنيې قوماندانۍ دوه پوليس ټپيان شوي دي چې د والي د شخصي ملېشو پر ډزو لګېدلي دي.

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد د محمد اصف مومند د ورور ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند د نيولو مکتوب درې مياشتې وړاندې د ملي امنيت څارنوالۍ او د درنو جرمونو څارنوالۍ له خوا د بلخ امنيې قوماندانۍ ته استول شوی و.

هغه وايي چې پر مومند د اسنادو د جعل کارۍ تور و چې ګواکې د چارو ادارې د مرستيال لاسليک يې په جعل کارولی و.

د والي وياند وويل چې بېګا شپه مخکې له دې چې مومند هوايي ډګر کې کښته شي، د ګل الرحمن همدرد، ابراهيم خېل او خيراندېش تر ۳۰ پورې غير مسوول وسله وال هوايي ډګر ته تللي وو او د هوايي ډګر له دوو دروازو په زور تېر شوي وو.

نوموړي زياته کړه، د دوی تابيا داسې وه چې د سکيورټي ګارډ په توګه مومند له هوايي ډګره بدرګه کړي او ټاکل شوي ځای ته يې ورسوي.

د هغه په وينا، امنيتي مسوولين مسوول وو چې بايد يې د رسمي مکتوبونو پر اساس مومند په هوايي ډګر کې نيولی وای.

فرهاد وويل چې د نيول کېدو پر مهال يو څه وسله وال برخورد هم شوی چې له امله یې د امنيې قوماندانۍ دوه پوليس ټپيان شوي دي.

خو د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد ابراهيم خيراندېش چې بېګا شپه له مومند سره په الوتکه کې ملګری و او تر شپې ناوخته دی هم ورسره تر محاصرې لاندې و، د بلخ د والي د وياند ځينې څرګندونې رد کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د دوی له راتګ وړاندې او وروسته پرته له يو څو ساتونکو نور هېڅ وسله وال هوايي ډګر ته نه دي ورغلي.

د هغه په وينا چې د هوايي ډګر ټولې لارې بندې کړای شوې او هېچا ته د ورتلو اجازه نه وه.

خير اندېش وويل چې د بېګنۍ پېښې له امله د الوتکې ټول مسافر تر درې ساعته پورې بند پاتې وو چې ماشومان او ښځې هم په کې وو.

نوموړي هم تاييد کړه چې مومند له نيول کېدو وروسته د والي کور ته بېول شوی او هلته وهل شوی دی.

هغه وويل: ((تاسو بيا له مومند څخه هم دقيقه پوښتنه وکړئ، زه چې کوم معلومات لرم، هغه په مادر زاتيو کې ډېر کلک وهلی شوی او تاوان ورته رسېدلی دی.))

ګل الرحمن همدرد چې په بيګنۍ الوتنه کې د مومند ملګری و، وايي چې تر ناوخته ورسره په محاصره کې بند پاتې وو.

نوموړي هم رد کړه چې پرته له ساتونکو يې نور هېڅ وسله وال د ده په نامه هوايي ډګر ته نه وو ورغلي.

د والي وياند منير فرهاد وويل چې د مومند په نيولو کې د بلخ والي په شخصي توګه  نه دی دخیل او نه هم له نيول کېدو وروسته د والي کور ته وړل شوی او نه هم وهل شوی ټکول شوی دی.

د هغه په وينا، مومند امنيتي مسوولينو نيولی او نېغ يې د ملي امنيت څارنوالۍ ته بېولی چې لا هم هلته تر تحقيق لاندې دی.

مصطفى مومند  له ولسمشره د بلخ د والي د محاکمې غوښتنه وکړه او ګواښ یې کړی که چېرې دغه کار ونه شي، نو دوى به خپل دوه وژل شوي ساتونکي خاورو ته ونه سپاري او پر لاريونونو به لاس پورې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه