Language

د کندوز د هوايي ډګر امر ونيول شو

کندوز (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): د کندوز د ملي امنيت يوه سرچينه وايي، د دې ولايت د هوايي ډګر امر د دوى د ځواکونو له خوا نيول شوى دى.

دې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز د هوايي ډګر امر سيد انور سادات د ملي امنيت د ځواکونو له خوا د اداري فساد په تور نن نيول شوى دى.

نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې نوموړى همدا مهال له يادو ځواکونو سره دى.

سادات له درې کلونو راهيسې د کندوز د هوايي ډګر د امر په توګه دنده ترسره کوله.

د يادولو ده، چې د دې هوايي ډګر د پراختيا چارې له څو مياشتو راهيسې روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics