ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ والي د ارګ پر وړاندې د ديني عالمانو د راټولېدو ګواښ وکړ

د بلخ والي د ارګ پر وړاندې د ديني عالمانو د راټولېدو ګواښ وکړ

author avatar
27 Aug 2017 - 20:02
د بلخ والي د ارګ پر وړاندې د ديني عالمانو د راټولېدو ګواښ وکړ
author avatar
27 Aug 2017 - 20:02

مزارشريف (پژواک، ۵ وږی ۹۶): د بلخ والي عطامحمد نور د ارګ پر وړاندې د ديني عالمانو د راټولېدو ګواښ وکړ.

همداراز يې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته “مزدور” وويل او حکومت يې د “پنځو مفت خورو” په ولکه کې وګاڼه.

نوموړي چې په مزارشريف ښار کې يې د وږي په ۵مه، د خلکو غونډې ته وينا کوله، د وينا ډېری برخه يې د حکومت، د ده پر وړاندې دسيسو او د حزب اسلامي ګوند مشر حکمتيار باندې څرخېدلې ده.

هغه په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په ارګ کې د ناستو “پنځو مفت خورو” خبرې ونه مني.

هغه نړيوالو ته په خطاب کې وويل، ملاتړ يې ترې کړی او لا به يې هم کوي، خو له خپلو ارمانونو نه په شا کېږي، چې يا د بهرني زور ته تسليم شي او يا هم د کوم داخلي زور ته تسليم شي.

نور د افغانستان په تړاو د ټرمپ وروستۍ تګلارې ته په اشارې سره وويل، چې که چېرې د دغې تګلارې له امله داعش او طالب قوي کېږي، نو ورته د منلو وړ نه ده.

نوموړي حکومت د ځان پر وړاندې په توطيه جوړېدو تورن کړ، خو ويې ويل، چا چې جرم نه وي کړی، نو له هېڅ توطيې نه ډارېږي.

د هغه په وينا، څوک چې د ده پر وړاندې له چا د توطيې جوړېدو په برخه کې کار اخلي، ده ته له ماشې ډېر ارزښت نه لري.

نور وويل، د ده رقابت له جمهور رييس او د ټاکنو پر مهال له مقابل لوري سره دی.

نوموړي د حکومت د هغو اشخاصو په تړاو چې د ده په وينا، پر وړاندې يې توطيې جوړوي، وويل چې ټول ظرفيت، زور، شخصي ځواک او رازونه يې ورته معلوم دي.

هغه وويل: ((موږ مه مجبورئ چې رازونه مو افشا کړو، موږ مه مجبوروئ چې د افغانستان او له افغانستان دباندې ديني عالمان راټول کړو او ستاسو د مشروعيت په تړاو، ستاسو د ارزښتونو، حتی ستاسو د ديني ارزښتونو په تړاو بحث پرې وکړو.))

نور دا هم وويل چې دوی اوس خبرو اترو ته لېوال دي او تفاهم ته ارزښت ورکوي، ملي او سياست مشارکت هم مني؛ خو که داسې نه کېږي، نو په ارګ به خوب حرام کړي.

نوموړي وويل، هره ورځ يې په ارګ کې له بلخ ولايت مقام څخه د لرې کېدو په تړاو ناستې کېږي؛ خو ده ته د ولايت مقام ارزښت نه لري.

د بلخ والي عطامحمد نور د خپلو خبرو په اوږدو کې د حزب اسلامي د مشر حکمتيار په تړاو هم ډېرې خبرې وکړې او پر وړاندې يې سخت الفاظ وکارول.

نوموړي زياته کړه، له حکومت سره د حکمتيار د يو ځای کېدو پر مهال يې جمعيت ګوند له ټولو لومړی ملاتړ وکړ؛ خو حکمتيار له راتګ سره سم د جمعيت ګوند پر وړاندې کنايې پيل کړې دي.

هغه حکمتيار دولت ته تسليم شوی شخص وباله او د دې وړ يې ونه باله، چې د يوه مشر په توګه دې نورو ته نصيحتونه وکړي.

نور حکمتيار ته د پېغور په بڼه وويل، چې بايد خپل تېر ته وګوري او د خپل حيثيت په نظر کې نيولو سره د نورو په تړاو خبرې وکړي.

نوموړي حکمتيار ته د احمدشاه مسعود په تړاو د شويو څرګندونو په تړاو وويل: ((مزدور خو خپله ته يې، ته او خدای تر اوسه چېرې وې، جيره دې له کوم ځايه کوله، په کوم غار کې پټ وې، کورنۍ دې چېرې ژوند کوه.))

نوموړي همداراز وويل: ((د حکمتيار حزب اسلامي خو يو پوف کوي، تر پرون په غار کې پټ و او نن وايي، هغه کانديد چې د حزب اسلامي د منلو وړ نه وي، نه شي بريالی کېدی. موږ وايو چې دا ارمان دې ګور ته يوسه، په کوم غار کې چې وې، هملته دا خبرې وکړه، ګټونکي موږ يو.))

پژواک د بلخ والي عطامحمد نور د خبرو په تړاو له حزب اسلامي ګوند سره اړيکه ونيوه، خو هغوی د نور خبرې د ځواب وړ ونه بللې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.