ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد دننه ډېری خصوصي روغتیايي مرکزونه په ټیټ کیفیت خدمات وړاندې کوي

د هېواد دننه ډېری خصوصي روغتیايي مرکزونه په ټیټ کیفیت خدمات وړاندې کوي

author avatar
28 Aug 2017 - 16:43
د هېواد دننه ډېری خصوصي روغتیايي مرکزونه په ټیټ کیفیت خدمات وړاندې کوي
author avatar
28 Aug 2017 - 16:43

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٦): سره له دې چې په تېره کابو يوه نيمه لسيزه کې د افغانستان پر خصوصي روغتیايي سکټور سلګونه میلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې، خو لا هم ډېری هېوادوال د ناروغيو په تشخیص کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

زياتره هېوادوال په کور دننه لابراتوارونو کې د ناروغيو له ناسم تشخیص څخه سر ټکوي او وايي، د مرض د ډاډه او دقیق تشخیص لپاره مجبور دي چې ګاونډیو او د سيمې ځينو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت او معیاري روغتونونو د کمښت له امله افغانان هر کال کابو ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې پر درملنې لګوي. بهرنیو هېوادونو ته د ناروغانو د تګ یو لامل هم په کور دننه د ناروغيو ناسم تشخیص ښودل شوی دى.

لابراتوارونو ته د مناسب چاپېریال نه شتون، د پرمختللو وسایلو کمښت او پر دندو د غیر مسلکي کسانو ګومارنه د لابراتوارونو هغه عمده ستونزې دي چې د ناروغيو پر سم تشخیص ناوړه اغېز کولی شي.

ډېری هېوادوال له لابراتوارونو څخه سر ټکوي او وایي، د مرض سم تشخیص نه شي کولی او اکثره وخت داسې پېښېږي چې په يوه وخت کې یو لابراتوار ورته د ناروغۍ یوه پایله او بل ورته بله پایله ورکوي.

د کابل ښار اوسېدونکي حاجي رحیم شاه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، ناروغ و، د مرض د تشخیص لپاره د کابل ښار خیرخانې سیمه کې یو لابراتوار ته ولاړ، څو کلسټرول (د وینې غوړ) معاینه کړي، لابراتواري معاينه ترسره شوه، پایلو وښوده چې د وینې غوړ يې ۱۵۴ دي.

دى زياتوي: «د ښه او ډاډمن تشخیص په هدف په همدې سیمه کې تر يادې معاينې یو ساعت وروسته دوهم لابراتوار ته لاړم، دلته بیا د معایناتو پایله بل څه وه او کلسټرول مې ۲۲۰ وو.»

د کابل ښار بل اوسېدونکي زمري د دغه ښار په لابراتوارونو کې د غیر مسلکي کسانو د ګومارنې تر څنګ، لابراتوارونو ته د مناسب چاپېریال پر نه شتون هم کلکه نیوکه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د وینې ګروپ معلومولو لپاره کارته پروان کې یوه لابراتوار ته ولاړ، پایله یې (بي، ار، اېچ “BRH”) راووتله.

دى وايي: «میاشت وروسته مې رابعه بلخي روغتون کې خپلې خور ته وینه ورکوله، د وینې د ګروپ دوهم ځلي معاینې ته اړ شوم، کله چې مې وینه معاینه کړه، نو (اې، بي، ار، اېچ “ABRH”) وه، د زړه د تسکین لپاره مې ۴۰۰ بستریز روغتون ته مراجعه وکړه، هلته هم پایلو وښوده چې د وینې ګروپ مې (اې، بي، ار، اېچ “ABRH”) ده.»

د ده په خبره، که ډاکترانو مسلکي چلند نه وای ورسره کړی او د ده په وینا یې د وینې ګروپ (بي، ار، اېچ) منلی وای، اوس به يې ناروغ له لاسه ورکړی و.

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې جمیله وايي، شاوخوا درې مياشتې وړاندې پر ځان دردي او همدارنګه د لاس او پښو د ګوتو د پاړسوب په رنځ اخته شوه، ستونزه يې زياته شوه، معالج ډاکټر ته یې مراجعه وکړه، په نتیجه کې هغه ورته د روماتیزوم د معاینې توصیه وکړه.

 هغې پژواک ته وویل: «لومړۍ معاینه مې د کابل ښار بهارستان سینما ته څېرمه یوه لابراتوار کې وكړه، پایلو وښوده چې روماتیزوم تر ۲۰۰ څخه ټیټ (نشته) دى، معالج ډاکټر هم د معاینې د تشخیص پر اساس درمل راكړل، خو زما پر روغتيا يې كومه اغېز ونه کړه.»

جمیله زياتوي، د دغو درملو د نه اغېز له كبله يوه بل تشخیصیه مرکز (لابراتوار) ته ورغله، هلته يې هم معاینات وکړل او پایلو وښوده چې روماتیزم يې تر ۴۰۰ څخه لوړ دی، هلته يې د معالج ډاکټر په سپارښتنه درمل واخيستل چې له خوړلو وروسته يې ناروغي ورسره ښه شوه.

د كابل ښار اوسېدونكی قیام الدین بيا د روغتيا وزارت پر مشرتابه غږ كوي چې پر روغتونونو د دغه وزارت د څار نه شتون له كبله، د افغانانو لويه برخه پيسې د خپلو ناروغانو د علاج په هدف له هېواده بهر وځي او باید جدي پاملرنه ورته وشي.

ده وویل: «ناروغ شوم، د کابل ښار په میوند جادې کې یوه لابراتوار ته ورغلم، پایلو وښوده چې ۱۶۰ درجې محرقه (WIDAL) لرم. په دې پایلو مې شک وکړ، په کوټه سنګي کې يوه لابراتوار ته ورغلم، هلته يي راته وویل چې محرقه (WIDAL) نه لرې.»

د هغه په وينا، د ناروغي د ډاډمن او دقیق تشخیص لپاره کارته پروان کې د سیټي لابراتوار مرکزي څانګې ته لاړ، پایلو يې وښوده چې محرقه لري، معالج ډاکټر درمل ورته تجویز کړل او د درملو له خوړلو وروسته يې ناروغي ښه شوه.

د لابراتوارونو او تشخیصیه مرکزونو ډاکټران هم مني چې په لابراتوارونو او تشخیصیه مرکزونو كې ستونزې شته او د دغو ستونزو د راټوكېدو بېلابېل عوامل په ګوته كوي.

د دغو لابراتوارونو له ډلې يو هم “مرکزي سیټي” لابراتوار دى، دا لابراتوار د معايناتو ترسره كولو لپاره جلا جلا خونې لري چې بېلابېل ماشينونه په كې اېښودل شوي دي.

د دغه لابراتوار يوه مسوول ډاکټر فرید احمد احمدزي پژواک اژانس ته وویل چې پر زياترو لابراتوارونو د روغتیا وزارت له لوري کنټرول او څارنه نشته.

ده زياته کړه، دغه راز ستونزه له پرمختللو لابراتواري ماشينونو سره د یو شمېر افغان ډاكټرانو نابلدتيا هم ده.

هغه وايي، ډېرى هغه پرمختللي ماشينونه چې د افغانستان په لابراتوارونو كې دمګړۍ ترې ګټه اخيستل كېږي، له بهره راواردېږي، خو تر څنګ يې هغه تخنيکي پرسونل کم دى چې د ماشين فعالولو او له هغه د استفادې په تړاو ډاكټر ته روزنه او ښوونه وركړي.

نوموړی وايي: ((هر لابراتوار باید خپل اړین تخنیکي وسایل او ماشینونه د ورځې درې ځلي کنټرول او معلوم کړي چې ماشین يې سمه نتیجه ورکوي او که غلطه. له بده مرغه د اکثرو لابراتوارونو د تخنیکي وسایلو کیفیت دومره ټیټ دى چې هېڅ د کنټرول ظرفیت نه لري.))

د هغه په وینا، لابراتوارونو کې د ستونزو زیاته سلنه د شخصي پوهنتونونو او انسټیټیوټونو له لوري را ولاړه شوې، دوی اکثر داسې کسان فارغوي چې دوولسم ټولګی یې هم نه وي لوستلی.

نوموړی وايي، له خصوصي پوهنتون او انسټیټیوټ څخه فارغ شوو کسانو څخه چې د لابراتوار او ټکنالوژي په معنا نه پوهېږي، څنګه د ښو او دقیقو معایناتو ترسره کېدو تمه وشي.

ډاکټر فرید زیاته کړه: “ځینو معایناتو کې نسبي توپير (له ۱۰ څخه تر ۳۰ پورې) نورمال او عادي فرق دى، خو که توپير یې تر دې کچې لوړېږي، دا بیا د اندېښنې وړ ده.”

د روغتیايي چارو کارپوه ډاکټر محمد هاشم وهاج لابراتوارونو کې شته ستونزو ته په اشارې پر روغتیا وزارت نیوکه کوي او وايي، دغه وزارت له خصوصي لابراتوارونو څخه د څار او څېړنو په برخه کې پاتې راغلی دى.

ده پژواک ته وويل، په لابراتوارونو کې له ټیټ کیفیت لرونکو موادو (ریجنټ/ Reagent) څخه استفاده کېږي چې دغه چاره د ناروغۍ پر تشخیص بده اغېزه کوي.

نوموړي په لابراتوارونو کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنه او په پردیو جوازونو د نورو کسانو کار کول بله ستره ستونزه یادوي او له روغتیا وزارت څخه غواړي چې مخنیوی یې وکړي.

هغه زياته کړه، د لویو او مشهورو لابراتوارونو له لوري د پیسو په بدل کې د وړو نماینده ګيو جوړول، چې نه پر عصري ټکنالوژي سمبال ماشینونه لري او نه هم روزل شوی مسلکي او انساني ځواک لري، په خصوصي سکتور کې ستره ننګونه ده او د روغتیا وزارت پر صحي قوانينو د څار او څېړنې ریاست یې باید دوامداره څارنه وکړي.

دى زياتوي: “که د (یو) مریض وینه په ۳ ټیوبونو کې واخلئ او ۳ لابراتوارونو ته يې یوسئ، تاسې به د خپل مرض ۳ غیر نورمال متفاوتې پایلې ومومئ.”

وهاج ادعا وکړه چې له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنه لابراتوارونه معالجو ډاکټرانو ته د هرې معاینې په بدل کې ټاکلې اندازه فیصدي ورکوي، څو ناروغان یادو لابراتوارونو ته ورمعرفي کړي.

په ولسي جرګه كې د روغتيا كمېټې غړى او د هرات د خلكو استازى ډاکټر صالح محمد سلجوقي ادعا کوي چې ګواکې څو څو ځلې يې په دې تړاو د روغتيا وزارت چارواكي كمېسيون ته ورغوښتي او د لابراتوارونو اړوند اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي، خو له دې سره سره له لابراتوارونو څخه د خلکو په شکایتونو کې زیاتوالی راغلی دى.

ده زياته کړه، نه يواځې خصوصي روغتيايي سكټور قانون ته لږه پاملرنه كوي، په خپله د روغتيا وزارت هم له یاد سکټور څخه د څارنې په برخه کې پړ دى.

د هغه په خبره، د روغتیا خصوصي سکټور لپاره قانون جوړ شوی، دا چې نه پلی کېږي، ستونزه خپله په روغتیا وزارت کې ده.

هغه وایې، د ناروغي په تشخیص کې د علمي کدرونو او متخصصو ټکنالوجستانو نه شتون د دې لامل شوی چې د روغتیا په خصوصي سکټور د خلکو باور را کم شي.

د سلجوقي په وینا، د روغتیايي خدمتونو په ځانګړې توګه د لابراتوارونو د ټیټ کیفیت له امله هر کال میلیونونه امریکايي ډالر د افغانستان پانګه د نورو جیبونو ته لوېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د معیاري روغتیايي خدمتونو د نه شتون له امله ډېری هېوادوال ګاوندیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي چې له امله یې هر کال زیاته اندازه پیسې د افغانستان پانګه له دې دركه د نورو جیبونو ته لوېږي.

د دې خونې مرستيال خانجان الکوزي له خصوصي پانګه والو وغوښتل چې د روغتیايي خدمتونو د لوړولو او معیاري کولو لپاره لا زیاته پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه په یاده برخه کې د تخنیکي وسایلو کیفیت ته باید خاصه پاملرنه وکړي.

ده زیاته کړه، روغتیا وزارت باید د شخصي لابراتوارونو کیفیت ته خاصه پاملرنه وکړي او د هغو لابراتوارونو د فعالیت مخنیوی وکړي، چې د روغتیا وزارت له معیار څخه ټیټ وي.

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو عمومي رییس عاشق الله سعادتي له لابراتوارونو او تشخيصيه مركزونو څخه د دوامداره څارنې خبره کوي، خو ستونزې هم نه ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، روغتیا وزارت په صحي برخه كې د خصوصي سكټور د موسسو د كار او فعالیت لپاره قانون جوړ کړی چې د صحي قوانینو د څار او څېړنې ریاست له لوري په دوامداره توګه څارل کېږي.

نوموړی وايي، په ځينو لابراتوارونو کې داسې کسان ګومارل شوي چې د پوهنتونونو محصلين دي او د روغتیا وزارت له لوري څخه د کار او فعالیت سند هم په لاس کې نه لري.

دى زياتوي: ((په ۱۳۹۴ کال کې مو په مرکز او ولایتونو کې ۵۵ روغتونونه کتلي، د دوی له ډلې مو ۲۸ روغتونونو کې د ټیټ معیار له امله د معیار لوړولو سپارښتنه کړې او ۹ روغتونونه مو د تل لپاره تړلي.))

هغه وويل: ((له یوه خصوصي روغتون څخه داسې اسناد په لاس راغلل چې د ریجنټ (لابراتواري موادو) د ټیټ کیفیت له امله یې د مرض غلط تشخیص کړی و چې د روغتیا وزارت له لوري وتړل شو.))

د نوموړي په خبره، روغتیا وزارت په پام کې لري، هغه لابراتوارونه وتړي، کوم چې له ورکړل شوي معیار سره برابر نه دي.

دى وايي، ځینې لابراتوارونه له پردیو کاري جوازونو څخه غیر قانوني استفاده کوي، چې دغه چاره د لابراتوار د کارکوونکو مسلکیتوب او د لابراتواري معایناتو د پایلو ډاډمنتیا او دقت ننګوي.

ده وويل، پر صحي قوانينو د څار او څېړنې ریاست د خصوصي لابراتوارونو د څار لپاره اوږدمهاله نظارتي تګلارې په پام کې لري او له هغو لابراتوارونو څخه چې د یاد ریاست له خوا له ورکړل شوي معیار او قانون څخه په سرغړونه تورن شي، د فعالیت جواز اخیستل کیږي.

د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ نوې موندنې چې تېره اونۍ خپرې شوې، ښيي چې په روغتيايي سکتور کې د سلګونه ميليونه ډالرو له لګېدو سره سره، تر اوسه هم په هېواد کې ډېر شمېر روغتيايي مرکزونه د کمزوري مديريت، فساد او د برېښنا او څښاک اوبو په ګډون له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

دغه بنسټ د ۲۰۱۷-۲۰۱۶ کال په بهیر کې د کابل، ننګرهار، هرات، بدخشان، کندهار، تخار، بغلان او غزني ولايتونو کې د ١٨٤روغتيايي مرکزونو وضعیت څېړلی دى.

د دغو موندنو له مخې، له هرو لسو مرکزونو څخه څلور يې د څښلو پاکې اوبه او پنځه مرکزونه يې برېښنا نه لري، د يادو ودانيو تر نيمايي ډېرو يې امبولانس نه درلود او څلوېښت سلنه يې د ښځينه کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.

د دې ادارې پلټنې ښيي چې د روغتيايي سکټور په برخه کې په سلګونو ميليونه ډالر مصرف شوي، خو د روغتونونو لپاره نامناسبې ودانۍ، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کمښت، د برېښنا او د څښاک د پاکو اوبو کمښت، د هېواد په کچه د ډېر شمېر روغتيايي مرکزونو مهمې ننګونې ګڼل کېږي.

خو د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي رييس ډاکتر عبدالقدير قدير د روغتيا په مختلفو برخو کې د ستونزو شتون رد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د عامې روغتيا وزير په خپله له خپل کاري ټېم سره يو ځاى د دغه وزارت له ټولو برخو څخه په جدي توګه څارنه کوي او له اداري فساد سره د مبارزې په لړ کې هم بې تفاوته نه دی پاتې شوی.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.