منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هرات کې په تېرو څلورو کلونو کې د ۴۰ زره روږدو درملنه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۳۲ کتنې

هرات (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): په هرات کې یو شمېر درملنه شوي روږدي د نشه‌يي توکو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي او له ځوانانو غواړي چې له اعتیاده ځانونه وساتي. له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مسوولین بیا وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې په دغه ولايت کې ۴۰ زره روږدي درملنه شوي او بېرته عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي حیات‌الله روحاني وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه ولایت د روږدو درملنې مرکزونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان تداوي شوي دي.

د هغه په خبره، د درملنې ترڅنګ معتادینو ته لازمې اسانتیاوې لکه خواړه، جامې او روغتیايي خدمتونه برابر شوي او هڅه شوې چې د هغوی د رغېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، تر درملنې لاندې کسانو لپاره د حرفوي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه هم پیل شوي، څو له اعتیاده تر خلاصون وروسته لازم مهارتونه زده کړي او بېرته د کار بازار او عادي ژوند ته وګرځي.

نوموړي وویل، د معتادینو ټولولو او درملنې بهیر لا هم دوام لري؛ د بېلګې په توګه پرون د هرات د روږدو درملنې له مرکزه له ۲۰۰ ډېر کسان له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

درملنه شوي روږدي ځوانانو ته: اعتیاد تباه‌کوونکی دی، هيڅکله مه ورنږدې کېږئ

د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي خیرمحمد، چې مخکې پر نشه‌يي توکو روږدی و، له ځوانانو وغوښتل چې له نشه‌يي توکو ځانونه لرې وساتي.

هغه زياته کړه: «اعتیاد تباه‌کوونکی دی، هيڅکله مه ورنږدې کېږئ؛ اعتیاد نه یوازې روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د انسان راتلونکی او شخصیت هم اغېزمنوي.»

دغه‌راز، غلام‌نبي چې درې میاشتې یې د هرات د معتادینو درملنې په کمپ کې تېرې کړې، وایي چې له اعتیاده مخکې یې د موټرسایکل جوړونې کسب زده و او د درملنې پر مهال یې خپل مسلکي مهارتونه لا پیاوړي کړي دي.

هغه د خپل روغتیايي وضعیت له ښه کېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، اوس هیله لري چې د ژوند نوی پړاو پیل کړي او ژمنه یې وکړه چې بیا به نشه‌يي توکو ته مخه نه کوي.

هغه له نورو ځوانانو هم وغوښتل: «هيڅکله د نشه‌يي توکو لوري ته مه ورځئ، ځکه تباه‌کوونکي دي او د انسان ژوند له منځه وړي.»

د هرات د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د معلوماتو له مخې، د معتادینو راټولولو او درملنې د بهیر له پیل راهیسې زرګونه کسان بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلي او ټولنې ته د هغوی د بېرته ورګرځېدو ملاتړي پروګرامونه لا هم روان دي.