مزارشريف (پژواک، ٧ وږی۹۶): په شمال زون کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په پوځي عملياتو کې د پاڅونوالو په نوم غير مسوول وسله وال هم ګډون کوي چې د خلکو اندېښنې يې راپورته کړې دي.
مدني فعالان وايي چې په سيمه کې د امنيت خرابېدو، غلاوو او ډېری جنايي پېښو تر شا د هغو کسانو لاسونه دي چې د پاڅونوالو په نوم په غير قانوني توګه وسله وال له ځان سره ګرځوي.
بل لور ته د سيمې اوسېدونکي وايي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د عملياتو په اوږدو کې د پاڅونوالو په نامه وسله وال يې کورونه لوټي او ځوروي يې.
امنيتي مسوولين هم وايي چې دوی په عملياتو کې په هېڅ بڼه غير مسوولو وسله والو ته اړتيا نه لري خو دولتي چارواکي بيا پاڅونوال غير مسوول وسله وال نه ګڼي، بلکې د خلکو له خوا يې د امنيت د ټينګښت بلاعوضه سرتېري بولي.
د بلخ ولايت سياسي چارو کارپوه وکيل متين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال زون کې د جګړې ماهيت او بڼه بدله شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې په روانه جګړه کې د دوست او دښمن توپير سخت شوى دى.
هغه وويل: ((په هره سيمه کې هر شخص خپله اردو لري د دولت په اردو او پوليسو باندې څوک باور نه کوي.))
بلخوا د خط نو په نوم د څېړنيز مرکز مسوول قادر مصباح له افغان ځواکونو سره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په عملياتو کې د پاڅونوالو په نامه برخه اخيستونکي وسله وال د نا امنۍ، چور او وسله والو غلاوو تر ټولو ستر عاملين وبلل.
نوموړي پژواک ته وويل چې د پاڅونوالو په نامه غير مسوول وسله وال په خپلو سيمو کې د قومونو ترمنځ ستونزې هم پيدا کوي.
هغه همداراز دغه وسله والې ډلې د نا امنۍ، وسله والو غلاوو او لوټمار ستر عاملين هم وبلل.
څه موده وړاندې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په شوو عملياتو کې د پاڅونوالو تر څنګ پخوانيو جهادي قوماندانانو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو هم برخه اخيستې وه چې سلګونه غير مسوول وسله وال هم ورسره وو.
له عملياتو وروسته د سيمې خلک له افغان ځواکونو خوښ وو خو د غير مسوولو وسله والو له چلند څخه يې شکايت کاوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP