منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شمال کې د پاڅونوالو په نوم وسله وال د خلکو د کورونو وسایل لوټي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٧ وږی۹۶): په شمال زون کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په پوځي عملياتو کې د پاڅونوالو په نوم غير مسوول وسله وال هم ګډون کوي چې د خلکو اندېښنې يې راپورته کړې دي.

مدني فعالان وايي چې په سيمه کې د امنيت خرابېدو، غلاوو او ډېری جنايي پېښو تر شا د هغو کسانو لاسونه دي چې د پاڅونوالو په نوم په غير قانوني توګه وسله وال له ځان سره ګرځوي.

بل لور ته  د سيمې اوسېدونکي وايي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د عملياتو په اوږدو کې د پاڅونوالو په نامه وسله وال يې کورونه لوټي او ځوروي يې.

امنيتي مسوولين هم وايي چې دوی په عملياتو کې په هېڅ بڼه غير مسوولو وسله والو ته اړتيا نه لري خو دولتي چارواکي بيا پاڅونوال غير مسوول وسله وال نه ګڼي، بلکې د خلکو له خوا يې د امنيت د ټينګښت بلاعوضه سرتېري بولي.

د بلخ ولايت سياسي چارو کارپوه وکيل متين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال زون کې د جګړې ماهيت او بڼه بدله شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په روانه جګړه کې د دوست او دښمن توپير سخت شوى دى.

هغه وويل: ((په هره سيمه کې هر شخص خپله اردو لري د دولت په اردو او پوليسو باندې څوک باور نه کوي.))

بلخوا د خط نو په نوم د څېړنيز مرکز مسوول قادر مصباح له افغان ځواکونو سره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په عملياتو کې د پاڅونوالو په نامه برخه اخيستونکي وسله وال د نا امنۍ، چور او وسله والو غلاوو تر ټولو ستر عاملين وبلل.

نوموړي پژواک ته وويل چې د پاڅونوالو په نامه غير مسوول وسله وال په خپلو سيمو کې د قومونو ترمنځ ستونزې هم پيدا کوي.

هغه همداراز دغه وسله والې ډلې د نا امنۍ، وسله والو غلاوو او لوټمار ستر عاملين هم وبلل.

څه موده وړاندې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په شوو عملياتو کې د پاڅونوالو تر څنګ پخوانيو جهادي قوماندانانو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو هم برخه اخيستې وه چې سلګونه غير مسوول وسله وال هم ورسره وو.

له عملياتو وروسته د سيمې خلک له افغان ځواکونو خوښ وو خو د غير مسوولو وسله والو له چلند څخه يې شکايت کاوه.

د چمتال د بارګاه سيمې اوسېدونکي محمد نبي پژواک ته وويل چې ملي اردو او ملي پوليس له خلکو سره ښه چلند کوي.

خو نوموړی له غير رسمي وسله والو ناخوښ و، زياته يې کړه: ((ټول يې چټي خلک عملياتو ته راوستي وو، زما له کوره يې بطرۍ ګانۍ، سولرونه او څه چې يې مخې ته راغلل ان د ښځو جامې يې له ځان سره يووړې، نور به درته څه ووايم.))

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول نصرت الله جمشيدي هم مني چې له دوی سره په ځينو چاڼيزو عملياتو کې غير رسمي وسله وال هم برخه اخلي.

خو نوموړي زياته کړه چې دغه فيصله د دوی نه، بلکې په هر ولايت کې د هماغه ولايت د نظامي شورا له خوا کېږي.

د هغه په وينا، ملي اردو د ملي امنيت او ملي پوليسو په ګډون نور هېڅ وسله والو ته په عملياتو کې اړتيا نه لري.

جمشيدي وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د ولس د ملاتړ په مرسته پر خپل مټ د دې جوګه دي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په هره سيمه کې بريالي عمليات ترسره کړي.

خو په همدې تړاو د بلخ والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې پاڅونوال د ولس له خوا له افغان ځواکونو سره د مرستې يو مهم اړخ دی.

نوموړي زياته کړه چې په هره سيمه کې د قومي مشرانو، ملا امامانو او ملکانو په خوښه دولت ته ځينې ځوانان په بلاعوضه توګه د اړتيا پر مهال ورپېژندل شوي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ترې په عملياتو کې کار اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، افغان ځواکونه په يوازې ځان ټولو برخو ته نه شي رسېدلى نو د دغه ډول وسله وال ملاتړ اړين دی.

خو منير فرهاد دا هم وويل، دا په دې معنا نه ده چې د پاڅونوالو په نامه وسله وال دې ناوړه ګټه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرې د پاڅونوال ناروا وکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د هغه په وينا، که چېرې خلک ترې شکايت کوي او پر دوی ثابت شي نو د پوځي قانون له مخې به سزا ورکړل شي.

خو نظامي کارپوهان پر دې اند دي، که چېرې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په چاڼيزو عملياتو کې افغان ځواکونو دغه ډول غير رسمي وسله والو ته اړتيا لري؛ نو ښه ده چې دغه ډلې په امنيتي ارګانونو کې په رسمي توګه جذب کړای شي او بيا ترې کار واخيستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه