Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د بیارغونې ۱۷ پروژو چارې پیل شوې

اسعداباد (پژواک، ٧ وږى ٩٦): په کونړ ولايت کې د ١٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت د بیارغونې ١٧ پروژو چارې پيل شوې.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه پروژې د کليو پراختيا وزارت له لوري پلي کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د مرکز اسعداباد تر څنګ په څوکۍ، وټه پور، سرکاڼو، نرنګ، مروره، شيګل او نورګل ولسواليو کې د استنادي دېوالونو، کليوالي سړکونو، د څښاک اوبو څاګانې، لمريزې برېښنا او ځينې نورې پروژې شاملې دي.

هغه وويل چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به يو شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره شي او هم په اړوند برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

په دې غونډه کې د خلکو په استازيتوب د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي عارف الله وويل: ((موږ له حکومت څخه مننه کوو چې دغه شان پروژې پلې کوي.))

ده وويل چې د سرکاڼو- نرنګ تر منځ لويه لار نشته او خلک له  ډېرو ستونزو سره مخ دي خو د دې پروژو په پلي کېدو سره به ياده ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.